که غواړئ چې له خوښۍ او هوساينې نه ډکه اړيکه ولرئ او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه کوئ، نو تر هر څه وړاندې هڅه وکړئ چې په خپلې اړيکې کې په دوامداره توګه ټوکې وکړئ او مقابل لوری وخندوئ!
نړۍ انسانان داسې حالت ته راوستلي دي چې اوس مهال د نورو خندول د انسان يوه مثبته او ښه ځانګړنه بلل کېږي، هغه انسانان چې په دې توانېږي چې مقابل لوری وخندوي هغه مقابل لوري ته خوښي او سکون وربخښي. په يوې اړیکه کې چې هر لوری خپل مقابل لوری وخندوي د هغه د شخصیت د ښکلا لامل کېږي، ځکه د نورو خندول اسانه کار نه دی.
هر انسان غواړي چې په ژوند کې داسې يو کس ولري چې هغه وخندوي د خوښۍ او خوشحالۍ وختونه ورسره جوړ کړي. خندا انسانانو ته مثبته انرژي وربخښي او له ټوکو او يا جالبو کړنو نه پرته امکان نه لري چې څوک وخاندي.
هېڅوک دې ته اړ نه دي چې په يوې اړيکه کې د مقابل لوري د خندولو لپاره ستونزمنې کړنې ترسره کړي، هغوی کولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره د يوې ټوکې په ويلو او يا د مقابل لوري په ځورولو او همدارنګه د مقابل لوري پر وړاندې د جالبو کړنو د ترسره کولو په واسطه هغه وخندوي او په دې توګه خپلې مینه پراخه کړي.
د نړۍ ډېری نارينه هڅه کوي چې په خندا او ټوکو د ښځينه وو زړه لاس ته راوړي او همداسې هم کېږي، ښځې غواړي چې راتلونکی خاوند یې ښه خوی ولري، ټوکې وکړي او تل یې پر شونډو خندا وي، له همدې امله ډېری هغه نارينه چې د مقابل لوري د زړه د لاسته راوړلو لپاره هغه خندوي په خپلې موخې کې بريالی کېږي او ډېر ژر د ښځينه وو زړه لاس ته راوړي.
دا ډول نارينه په اړيکه کې له خپلې مېرمن سره ډېر خوشاله وي. خو په يوې اړيکه کې نه باید يوازې يو نارينه د مقابل لوري د خندولو هڅه وکړي ځکه کله چې اړيکه ګډه وي د اړيکې د پايښت لپاره هڅې او کړنې هم باید ګډې وي، څومره چې يو نارينه د ښې اړيکې د ساتلو او دوام لپاره هڅه کوي ښځينه هم باید د نارينه هڅو ته ورته هڅې وکړي او خپله اړيکه له مینې او سکون نه ډکه کړي.
نو ښځينه هم باید د نارينه د خندولو هڅه وکړي، جالبې او له خندا ډکې کړنې ترسره کړي، کله کله یې وځوروي او يا هم ځينې خندونکې ټوکې وکړي، تر څو خاوند یې ورنه خوشاله وي او د هغې په څنګ کې د خوشالۍ احساس وکړي.
د دې لپاره چې ټوکې او ځورول مو زړهوهونکې نه شي هڅه وکړئ چې ژر ژر یې بدلې کړئ، يا هڅه وکړئ چې د نورو کړنو په واسطه مقابل لوری وخندوئ، ځکه يوې ټوکې ويل او يا د يوې تکراري کړنې ترسره کول انسان ستړی کوي او بیا ځلي تکرار یې د خندا وړ نه وي.
نو که غواړئ چې له خوښۍ او مینې نه ډکه، هوسا، تلپاتې او ښه اړيکه ولرئ نو هڅه وکړئ چې تل پر خپلو شونډو خندا ولرئ او مقابل لوری هم وخندوئ! يو مشهوره اصطلاح ده چې وايي خندا د ژوند مالګه ده. رښتیا هم همداسې ده او که چېرې په ژوند کې په ځانګړي ډول د ښځې او خاوند په اړيکه کې خندا نه وي هغه اړيکه به مالګه ونه لري.