ژباړه
سره له دې چې ډېرى کسان عادت لري د ورځې په اوږدو کې دوه-درې پيالې قهوې څخه خوند واخلي، خو نوې څېړنه ښيي چې په ورځني ډول د دغو موادو زياته کچه په بدن کې، په اوږدمهاله کې کولاى شي د مغزو حجم کم او په عقلي زوال د اخته کېدو ګواښ زيات کړي.
د راپورونو پر اساس، د دغې لويې او اوږدمهالې څېړنې تر سره کولو لپاره، د ١٧ زره کسانو له معلوماتو څخه چې د ٣٧ – ٧٣ کالو ترمنځ عمرونه درلودل، کار واخيست او د هغوى د ژوند بېلابېلې بڼې لکه د قهوې څښل، د ماغزو حجم او ناروغۍ تر څېړنې لاندې ونيول شوې.
د دغې څېړنې پايلې ښيي چې هغه کسان چې روزانه شپږ يا له دې ډېر پيالې قهوه څښي، ٥٣ % زيات له هغو کسانو څخه چې د ورځې يوه پياله قهوه څښي، د عقلي زوال له خطر سره مخ دي.
“کيټي فام” د جنوبي اسټراليا د پوهنتون د اپيډميولوژۍ متخصصه په دې اړه وايي:
“قهوه د نړۍ له ډېرو مينهوالو لرونکو څښاکونو څخه ګڼل کېږي. سره له دې چې د قهوې نړيوال کلنى مصرف له ٩ ميليارډه کيلو ګرامه زيات دى، غوره ده چې بالقوه اغېزې يې هم درک او وپېژندل شي.”
اوس هغوى د ځينو متغيرونو له څېړلو وروسته لکه جنسيت، عمر او د ګډونوالو اوږدمهاله ناروغۍ، د ډېرې قهوې څښلو او د مغزو ټوليز حجم ترمنځ اړيکه او همدارنګه په عقلي زوال د اخته کېدو ګواښ زياتېدل روښانه کړي دي. البته دا څېړنه نه ښيي چې د ماغزو کوچني کېدل د قهوې څښلو سمدستي دي، بلکې په راتلونکې کې د کومې ستونزې سبب کېږي.
نوموړې وويل:
” د ټولو احتمالي متغيريرونو په شمېرلو سره، موږ په بشپړ ډول متوجه شوي يو چې د قهوې زيات څښل د مغزو د حجم په کمېدو کې د پام وړ اړيکه لري او ممکن تاسې د مغزي ناروغيو لکه عقلي زوال او مغزې سکتې له ګواښ سره مخ کړي.”
تر اوسه د داسې حالتونو پېښېدل روښانه شوي نه دي، خو تر اوسه د کافيين او د مغزي حجرو د جوړجاړي په اړه زياتې څېړنې تر سره شوي دي. دا امکان شته چې د مغزو د اخيستونکو اخذو سره د اتصال طريقه د دغو بدلونونو لار وي يا هم په مستقيم ډول د بدن په نورو برخو لکه قلبي عروقي سيسټم کې ستونزې رامنځته شي.
وروستۍ څېړنه “Nutritional Neuroscience” کې خپره شوې ده.
البته په ټوليز ډول نشو کولى چې د قهوې څښل ضرري وګڼو، ځکه چې روغتيايي څېړونکو له دې وړاندې قهوه د ورزشکارانو لپاره ډېر ګټور جادويي پکېج ګڼلى او بويول يې د کورونا وايروس د تشخيص لپاره ساده لاره بللې ده.