څېړنو ښودلې چې رانجه د ښکلا ترڅنګ د سترګو لپاره ښه درمل هم دي

سپینه تجريدي ډیزاین

 

رانجه د ښځو د سينګار دوديز ډول دی. د کارولو خاص وخت نه لري، او ښځې وخت ناوخت ور څخه ګټه اخلي او خپلو سترګو ته د رنجو په وسيله ښکلا وربښي.
رانجه تر ډېره مېرمنې استعمالوي، نارينه يې يا بيخي نه او يا هم ډېر لږ لږوي.

دا مواد له يوې تور رنګې ډبرې څخه چې لومړی ښه ميده شې، منځته راځي.
په پښتنه ټولنه کې د ښځو په منځ کې د رنجو دود په پراخه توګه شته. ځينې ميندې د خپلو وړو ماشامانو سترکو کې د زينت او درملو په توګه توروي.

په نړیوال طبي ژورنال Analytical Chemistry کې د رانجو په هکله یوه ساینسي پلټنه په ۲۰۱۵م کي خپره شوې، په دې پلټنې کي ویل شوي دي چي رانجه د سترګو د صحت لپاره بهترین شی دی. د سترګو دفاعي نظام قوي کوي. بل لور ته د CNRS research institute او Louvre Museum له لوري یوه بله څېړنه شوې، په دې څېړنه کي راغلي؛ چي هغه رانجه چي په لږه اندازه سرپ ولري؛ د سترګو لپاره مثبتې اغېزي لري.

څېړنې ښیي چي مخکنیو خلکو د رانجو سره مشک هم یو ځای کول، دغه رانجه به معمرو خلکو کارول تر څو د سترګو دید یې کمزوری نشي، او همدارنګه یې د دې لپاره کارول چي د سترګو لیمه ګونجې و نکړي.

د رنجو لپاره د کليوالې پېغلې ښکلې کڅوړې چې د مريو ،خالونو او غميو څخه په ډېر شوق جوړوي او رانجه په کې اچوي. چې دا بټوه د رجلومې په نوم يادېږي.
په رجلومه کې ايښې نرۍ ډيزاين شوی خاص لرګی، د سلايي په نوم يادېږي. د همدې سلايي په واسطه سترګو پورې رانجه لږول کېږي.
لکه په دې لنډۍ کې ويل شوي:

په ما مردارې حلالېږي
جلۍ په لوړ سلايي سترګې توروينه

په پخوا وختونو کې به په کليوالو سيمو کې رانجه پلورونکي کور په کور ګرځېدل؛ رانجه به یې پلورل. دو يوه غټه سلايي د دې لپاره ځان سره ګرځوله چې د هر کور دماشومانو سترګې په وړيا ډول تورې کړي چې اوس دا دود بيخي له منځه تللی دی.
د وړو ماشومانو د تندي په منځ به د رنجو خالونه لګول کیده. دا خال به د نظرماتي لپاره وهل کېده چې ماشوم له نظره نه شي. رانجه چې د پښتنو د سینګار لازمي برخه ده اوس هم د ښځو ترمنځ په پراخه پیمانه دود ده.