ايا پوهېږئ چې موږ له خپلو خپلوانو او نږدې ملګرو سره په کوم سبک سلوک کوو؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ایا کله مو هم دې ته فکر کړی دی چې موږ له نورو سره څه ډول چلند کوو؟ ايا احساس مو کړی چې له نورو سره د چلند کولو تر ټولو غوره سبک کوم دی؟ په نننۍ لیکنه کې غواړو دغه پوښتنې ځواب کړو او تاسو ته له نورو سره د چلند کولو تر ټولو غوره سبک در په ګوته کړو، د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!
موږ له خپلو خپلوانو، ملګرو او د کورنۍ له غړو سره په دريو سبکونو سلوک کوو.

لومړی_ بد چلند

په معمولي ډول په دغه سبک کې موږ خپل احساسات نه شو کنټرولولای او تل په خپلو خبرو کې متلونه او يا کنايي کاروو. تل نورو ته بدې خبرې کوو او د دې په کيسه کې نه يو چې مقابل لوری زموږ له خبرو نه خوشالېږي او يا خپه کېږي، بس د خپل زړه خبرې که هغه ښې خبرې وي او که بدې خبرې د خپلو شاوخوا خلکو ته په ډېرې اسانۍ سره کوو او همدا بدې خبرې بیا زموږ او زموږ د شاوخوا خلکو د لرې والي او يا ان د کرکې او بېلوتون لامل کېږي. په دغه سبک کې زموږ خبرې چټکې وي او تل هڅه کوو چې په يوې مسالې کې نور پړ کړو. هرې خواته ګورو او هڅه کوو چې پړ کس ومومو. د بېلګې په توګه د خپلو شاوخوا خلکو د ملامتیا په لټه کې يو او هغوی ته وايو چې «تا داسې وويل، یا تا هغسې وکړل».
حللاره: د دې ډول رويې نه د خلاصون لپاره غوره ده چې هره خبره جدي ونه نیسو او د خپلو شاوخوا خلکو وړې وړې تېروتنې وبخښو او هغوی سره داسې چلند وکړو چې د خبرو ژبه مو خوږه وي او هغوی له موږ سره د خوښۍ او سکون احساس وکړي.

دویم_ اغېزناک چلند

هغه خلک چې اغېزناک چلند کوي لومړی د نورو خبرو په ځواب کې غلي پاتې کېږي، د نورو د خبرو په ځواب کې يوازې مسکا کوي او يا د خپل سر په واسطه د نورو خبرې تاييد او يا ردوي، خو وروسته بیا خپه کېږي، د نورو په اړه بدې خبرې کوي او له نورو نه تمه لري چې د هغه د خبرو نه ملاتړ وکړي. دا ډول انسانان ژر احساساتي کېږي او له نورو نه تمه لري چې د هغه احساسات درک کړي او خبرې یې ورسره ومني. دا ډول انسان په خپل وجود کې پټې غوسې لري چې په طبابت کې دې ډول رويې ته د اعصابو ناروغي ويل کېږي.
حللاره: که تاسو هم له نورو سره دا ډول چلند کوئ، نو هڅه وکړئ چې د اعصابو ډاکټر ته ورشئ او د هغه په لارښوونو عمل وکړئ. ترڅنګ یې تاسو کولای شئ چې په يوې پياوړې ارادې سره خپله په خپل سلوک يا چلند کې بدلون راولئ. د بېلګې په توګه کله چې تاسو له نورو سره خبرې کوئ له هغوې سره بحث وکړئ او په خپلو خبرو قناعت ورکړئ، هغوی په دې پوه کړئ چې حق له تاسو سره دی.

درېیم_ عاقلانه سلوک

يو شمېر خلک په ډېر احتياط او ادب له نورو سره چلند کوي، دې ډول چلند ته عاقلانه چلند يا سلوک ويل کېږي. دا ډول خلک پر خپلو خبرو حاکميت لري او پوهېږي چې مقابل لوري سره څنګه خبرې وکړي. دوی هم خپله نه خپه کېږي او هم د خپلو شاوخوا خلکو زړونه ساتي. د دغې ډلې ځينې خلک ان نورو ته ډېر ترخې خبرې په ډېرې خوږه ژبه کوي او خپل پيام په خوږو الفاظو مقابل لوري ته رسوي، داسې چې هم مقابل لوری د هغه د خبرو هدف اخلي او هم یې پر وړاندې دليل نه شي ويلای. دا ډول انسانان د ټولنې تر ټولو غوره خلک دي او د شاوخوا کسان یې په شاوخوا کې له اوسېدو نه خوند اخلي.
په پای کې د دې يادونه اړينه ده چې ووايو د انسانانو لپاره په ټولنه او کورنۍ کې د خبرو او چلند کولو تر ټولو غوره سبک د عاقلانه سلوک سبک دی او موږ تل باید له نورو سره داسې رویه وکړو چې هغوی خپه نه شي او په زړه کې یې موږ ته کرکه پيدا نه شي. انسان ټولنیز موجود دی او يوازې ژوند نه شي کولای. نو هڅه وکړئ چې له نورو سره ښه چلند وکړئ تر څو د خپلو شاوخوا خلکو په څنګ کې ښه، هوسا او له خوښیو ډک ژوند ولرئ.