بنګړي، سينګار او پښتو ادب

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

بنګړي د پښتني کلتور پخوانی دود دی، چې د پېغلو، ناوې ګانو، د سينګار يوه خاصه ښکلا او زيور دی. ښځینه دا زیور ودونو، کوژدو، اخترونو، او داسې نورو ځانګړو محفلونو کې په مړوندونو کې اچوي او خيال ورباندې کوي.
پښتنې نجونې/ښځې له ډېر پخوا راهیسي رنګارنګ ګاڼې د سینګار لپاره کاروي لکه؛ چارګل، غوږوالۍ، غاړکۍ، ټیک یا ټیکه، پېزوان، نتکۍ، ګوتمۍ یا ګوتې، پایزېب، بنګړي، باهو، لاسبند او…

بنګړي د نجونو لپاره د سينګار يو ځانګړی ډول دی، په ځانګړي ډول پښتنې پېغلې ور څخه تر ډېره استفاده کوي. پخوا به د مېرمنو لپاره بنګړي ځانګړې ډالۍ هم وې؛ چې د کوژدن يا خوند له خوا به ورته اخيستل کېدې.
په پخوا وختونو کې به کليو ته بنګړيوالې راتلې، کور په کور به يې د( بنګړي واخلئ) نارې وهلې. بنګړي به يې پلورل. تر ډېره به ور څخه پېغلو او ناوې ګانو خپل مړوندونه ډکول. خو اوس دبنګړي والو تللو دود له منځه تللی، چې لا مل يې د وطن ناخوالې او نا امني بللی شو.
ناامنۍ د دې لامل شوې چې بنګړیوالې هم له کلیو ښارونو ته مخه کړي. په ښارونو کې د بنګړیو اچولو دود شته، خو د ټولنې عصري کېدو پرې خپل سیوری غوړولی دی.

بنګړي څه وخت رواج شوي دي؟

د بنګړيو د مروج کېدلو په اړه خلک بېلابېل نظرونه لري، ځينې کسان يې له ميلاد څخه مخکې بولي، ځينې بياوايې چې بنګړي دوی ته له هند نه په ميراث پاتې شوي دي.
بنګړيو د زينت ښکلا پښتو ادب ته هم لاره کړې ده. ګڼ شمېر شاعرانو په خپلو شعرونو کې ستايلي دي.

ژوند چې د مينو مستوي بنګړي
دا دنيا دې ټوله شي بنکړي بنګړي

بانګ د سهار واورم که وا نه ورمه
ما سهار لمانځه ته پاڅوي بنګړي

لنډۍ چې د پښتو ادب بډايه برخه جوړوي، د بنګړيو په اړه بې شمېره لنډۍ لاس په لاس شوي دي.

ښکاري چې ته هم شوګيرې کړې
په نيمه شپه دې د بنګړو شرنګار راځينه

په خوب ويده به دې راويښ کړم
ياره زما د لاس بنګړي راغلي دينه

بنګړي مې وه په لاس مې نه کړل
اوس مې يادېږي د بنګړيو قطارونه

بنګړي دې اوس هم راسره دي
ماتې ټوټې يې ښکلوم تا يادومه

لښتۍ بنګړي د دنيا دود دی
زه له غريب جانانه نه غواړم دودونه

دېته ورته زرګونه لنډۍ د بنګړيو د ښکلا او زينت په اړه ويل شوي؛ چې ما يې يوازې څو لنډۍ د مثال په توګه ليکلي دي. سینګار او د سینګار ډول د ملي کلتور یوه غوښنه برخه ګڼل کېږي. دا فرهنګ باید وساتل شي ځکه مصرف یې کم او ښایست یې ډیر دی.