امریکا منلې، چې د پاکستاني حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د ترهګرو ډلو او طالبانو امن مرکزونه فعال دي.
د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی پوهېږي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو امن مرکزونه په افغانستان کې د روانو جګړو او ناامنیو لامل دي.
دده په وینا داسې هم نه ده چې په دې اړه له پاکستان سره خبرې نه کوي، خو دغه هېواد ته یې واضح کړې چې یاد مرکزونه د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره خطرناک دي.
جان کربي وایي له پاکستان سره د یادو مرکزونو پر له منځه وړلو په خبرو بوخت دي.
کربي په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې هم نړیوالو رسنیو او د چارو څارونکو په ځلونو ویلي چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه کړې ده او په دغه هېواد کې له امنو مرکزونو وسله وال راځي او په افغانستان کې په ورانکارو او خونړیو جګړو کې ونډه اخلي.
بلخوا امریکا وایي پر طالبانو به فشار راولي چې تاوتریخوالی او جګړې کمې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان سولې لپاره یې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته سفر کړی څو د افغان سولې په اړه په درې ورځنۍ غونډه کې برخه واخلي.
امریکا وایي خلیلزاد ته ماموریت ورکړل شوی، څو پر طالبانو فشار راولي چې جګړې ودروي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته مخه کړي.
سرچینه دغه راز وایي، امریکا غواړي په دې غونډه کې خپل دريځ یو ځل بیا روښانه کړي چې په افغانستان کې د زور حکومت ورته د منلو نه دی او له هېڅ هغه جوړېدونکي حکومت سره موافقه نه کوي، چې په زور او د بشري حقونو په نقض رامنځ ته شوی وي.
خلیلزاد داسې مهال دوحې ته سفر کوي چې په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پر نوموړي سختې نیوکې پیل کړې دي.
ډېری کاروونکي هغه د افغانستان د اوسني خونړي وضعیت لامل، ناکام ديپلومات او د امریکا د ګټو پالونکی شخصیت بولي.