بوره هغه ماده چې موږ ټول یې هره ورځ خورو، خو په زیان او ګټه یې نه پوهېږو، دا چې د بورې خوړل د روغتیا له پاره څه زیانونه لري او په کومو ناروغیو مو اخته کولای شي په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.
بوره چې له لبلبو څخه جوړیږي او له لبلبو څخه یې ویټامینونه او انزیمونه جلا کېږي او بیا وروسته یې له پوډرو څخه بوره جوړبږي، هغه ماده، چې یوازې دا نه چې ګټه نه لري بلکې زیان هم لري. اوسمهال بوره هغه مضره ماده ګڼل شوې، چې خوړل یې انسان پر بېلا بېلو ناروغیو اخته کوي. د دې مادې خوړل د غاښونو د خرابېدو او ماتېدو لامل کېږي. بوره د زیاتې اندزې فرکتوز لرونکې ماده ده، چې په خوړلو سره یې د انسان وجود زیاته اندازه کالوري تولیدوي او بدن ته کومه بله ګټه نه لري. نو ویلی شو چې د بورې خوړل پرته د کالوري له تولید څخه وجود ته کومه بله ګټه نه لري.همدارنګه هغه کسان چې ډېره بوره خوري، د خوراکي موادو له کموالي سره هم مخ کېدای شي، ځکه هغه ماده چې په خوړولو سره یې وجود شل سلنه کالوري تولید کړي، وجود نورو خوړو ته ضرورت نه احساسوي، چې له دې امله وجود کمزوری کېږي او د خوراکي موادو له کموالي سره مخ کېږي. د دې تر څنګ د بورې خوړلو بل زیان دا دی، چې د کبد د خرابېدو لامل کېږي.
کله چې بوره وخوړل شي، دا ماده د وینې جریان ته داخلېږي، چې د وینې په جریان کې په ګلوکوز او فرکتوز بدلېږي. زموږ وجود ګلوکوز ته اړتیا لري، خو فرکتوز ته په فزیولوژیکي لحاظ اړتیا نه لري، چې دا فرکتوز باید د کبد په واسطه میتابولیزم شي. هغه فرکتوز چې د میوې په خوړلو سره په وجود کې تولیدیږي، هغه وروسته په ګلایکوجن بدلېږي، چې دا ګلایکوجن بیا په کبد کې ذخیره کېږي او که ګلایکوجن په کبد کې ډېر وخت پاتې شي او له حده زیات شي، بیا په غوړو بدلېږي، چې دا د کبد د خرابېدو او نورو ناروغیو لامل کېږي، چې په وجود کې د فرکتوز د زیاتوالي لامل د میوې خوړل نه بلکې هغه بوره ده، چې په زیاته اندازه کارول کېږي.
د بورې خوړلو بل لوی زیان دا دی، چې د دې مادې ډېره کارونه یو کس د د یابت یا شکر پر ناروغۍ اخته کوي. دا ماده د سرطان ناروغۍ لامل هم کېږي. همدارنګه څېړنې دا هم ښيي، چې د دې مادې ډېره کارونه د زړه د ناروغۍ لامل هم کېږي، ځکه د فرکتوز زیاته اندازه چې په کبد کې ډېر وخت پاتې شي، هغه په غوړو بدلېږي، چې دا غوړي په وجود کې د وینې د کسترول کچه لوړوي او بالاخره د زړه د ناروغۍ لامل کېږي. همدارنګه د دې مادې ډېره کارونه د خېټې د غټوالي لامل هم کېږي او وزن زیاتوي.
د دې ماده زیاته کارونه د بډوډو د کمزورتیا او درد لامل هم کېږي، څېړنو دا ثابته کړې هغه کسان چې خوږه ډېر خوري، د هغوی بډوډي له عادي حالت څخه غټ شوي او فعالیت یې کمزوری دی. پر دې سربېره د دې مادې ډېره کارونه د مفصلونو د درد لامل هم کېږي. د خوږو او بورې ډېره کارونه د دې او دې ته ورته نورو ناروغیو لامل کېږي، نو که غواړئ چې روغ صحت ولرئ، نو د دې مادې له خوړلو ډاډه وکړئ او دا ماده په خپلو ورځنیو خوړو کې ډېره کمه وکارئ.