ځينې هغه ځانګړنې چې ستاسو د جذابیت لامل کېږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
د ځينو انسانانو شتون نړۍ ښکلې کړې ده او له نړۍ نه د هغوی تګ نړۍ بدرنګه کولای شي. د هغوی شتون د دې لامل کېږي چې د شا او خوا خلک یې له ژوند نه خوند واخلي او له هوساینې ډک ژوند ولري. هېڅ امکان نه لري چې د هغوی شاوخوا ته ژوند وکړئ خو له هغوی سره مینه ونه لرئ. خو ولې!؟ ولې د نړۍ ټول خلک داسې نه دي، ولې د نړۍ يوازې يو ډېر کم شمېر وګړي داسې دي؟ د ياران ويبپاڼې په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د هغو انسانانو د ځانګړنو په اړه معلومات درکړو چې جذاب شخصیت لري او د ډېرو انسانانو زړونو ته یې لارې کړې دي. د لیکنې تر پايه مو ملتیا وکړئ!

لومړی – ښه اورېدونکي دي

هغه انسانان چې غوره شخصيت لري، د مقابل لوري په خبرو غور کوي او د هغه خبرې په غور اوري. د نیوکې او غبرګون ښودلو هڅه نه کوي او د نورو خبرې د دې لپاره چې خبرې اترې خپل واک ته راوړي او يا د دې لپاره چې د مقابل لوري نظر خپلو کيسو ته جذب کړي د هغه خبرې نه بندوي.

دویم – څرګندې خبرې کوي

هغه انسانان چې ځانګړی او غوره شخصیت لري، هره خبره په ښکاره توګه کوي. د هرې خبرې په اړه چې غواړي وې وايي مخکې له ويلو فکر کوي. په خپلو خبرو کې د ستونزمنو لغاتو، له ګټې اخيستنې نه ډډه کوي. د هغوی هره خبره يوه ښکاره، اړينه او پیاوړې موخه لري.

درېیم – له نورو سره مشوره

کله چې له نورو نه مشوره اخلئ یعني هغه او د هغه باورنو او فکر ته درناوی لرئ، انسان له هغه چا نه مشوره اخلي چې په هغه باور ولري او غواړي چې يوه سمه لار ورته وښيي. له هر انسان نه د هغه په رشته کې او يا په کومه برخه کې چې پوهه لري مشوره اخيستل کېږي. کله چې يو انسان په يوې برخه کې ډېره پوهه ولري او له هغه نه په همغې برخه کې مشوره واخيستل شي د هغه انسان ځان باوري اوچتېږي او دا د دې لامل کېږي چې له کوم انسان نه چې تاسو مشوره اخلئ هغه له تاسو سره ښه احساس وکړي او تاسو ته په ښه نظر وګوري.

څلورم – استعداد او اعتماد

هغه انسانان چې جذاب شخصیت لري د نورو باور ساتي او هر څوک کولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره ورباندې باور وکړي. هغه انسانان چې په ټولنه کې د نورو باور ساتي او تل رښتيني وي د ټولنې هر وګړی ورسره مینه لري او د هغه شخصیت ته درناوی کوي. د دې ترڅنګ غوره شخصیت لرونکي خلک د نورو انسانانو د زړونو په ګټلو کې ځانګړې استعداد لري او پوهېږي چې له نورو سره څه ډول چلند وکړي تر څو هغوی خوشاله وساتي.

پنځم – موبايل

د دې لپاره چې په ټولنه کې ځان ته ښه شخصيت غوره کړئ، ښه به وي چې له موبایل نه لرې و اوسئ او يا د خپل شاوخوا خلکو ته داسې احساس ورکړئ چې موبایل نه لرئ. هغه انسانان چې له موبایل نه لرې والی غوره کوي د هغوی شخصیت د ټولنې پر وګړو مثبتې اغېزې ښندي، ځکه هغوی نورو ته دا احساس ورکوي چې د موبایل په پرتله انسان ورته ډېر ارزښت او ځانګړی ځای لري.

شپږم – نوم اخيستنه

هغه انسانان چې جذابه شخصیت لري له نورو سره په خبرو اترو کې د هغوی نوم اخلي او هڅه کوي چې د مقابل لوري پام خپلو خبرو ته را واړوي. هغوی په ټولنه کې له ټولو هغو خلکو سره چې سر او کار لري او د ورځې په اوږدو کې ورسره خبرې اترې کوي د ټولو نومونه زده کوي. د هر انسان لپاره د هغه نوم د هغه د ژوند تر ټولو ارزښتناکه لغت دی او کله چې موږ په خبرو اترو کې بیا بیا د مقابل لوري نوم اخلو د هغه عاطفي احساس راپاروو او زموږ دا کړنه د دې لامل کېږي چې هغه د خبرو اترو پر مهال له موږ سره د خوښۍ او سکون احساس وکړي. خو پام مو وي چې د لويانو او د مشهورو خلکو سره د خبرو په اوږدو کې د هغوی نوم ونه کاروئ، ځکه چې د هغوی شخصیت ته بې احترامي کېږي.

اووم – ستاینه

جذاب شخصیت لرونکي انسانان تل د ټولنې د نورو وګړو ستاینه کوي او د هغوی مثبتو کړنو ته ارزښت ورکوي. له نورو سره حسادت نه کوي او تل د نورو لاسته راوړنو ته خوشالېږي.

اتم – بې تفاوته اوسېدل

جذاب شخصیت لرونکي خلک هرې وړې خبرې ته ارزښت نه ورکوي او يوازې د اړينو او ارزښتناکه خبرو په اړه غږېږي. هغوی د همدغو اړينو ټکو پر بنسټ ځان ته لوړ شخصیت جوړ کړی دی او نه غواړي چې په بې ځايه خبرو اترو د خپل شخصیت وړوکی کړي. هر انسان باید د خپل ژوند په اوږدو کې لوړې موخې ولري او يوازې ارزښتمنو کړنو او خبرو ته ارزښت ورکړي، ځکه د لوړ شخصیت درلودلو لپاره باید لوړې خبرې او لوړې کړنې ترسره کړو.
د لیکنې په پای کې باید يادونه وکړم، هغه خلک چې په ټولنه کې غوره شخصیت لري، لومړی د نورو شخصيت ته درناوی کوي او د هغوی شخصیت ته په سپکه نه ګوري او ورو ورو په ټولنه کې د هغوی شخصیت هم اوچتېږي، ټول خلک د هغه شخصیت ته درناوی کوي او له هغه سره شتون ورته سکون وربخښي. نو هڅه وکړئ چې تل د نورو شخصيت ته درناوی وکړئ، تر څو هغوی هم ستاسو شخیصت او کرکټر ته درناوی وکړي او په ټولنه کې ستاسو شتون ته ارزښت ورکړي.