یوه خبره چې تل کېږي او عامه ګرځېدلې هغه دا دی، چې ویل کېږي ښځې راز نه شي ساتلی او دا په ښځو پسې یوه اصطلاح جوړه شوې، چې ویل کېږي خورې تاته وایم چاته مه وایه او هغه بیا بلې ته وایي، چې خورې تاته وایم چاته مه وایه اخر په دې کې ټول خلک خبر شي. دا چې ښځې ولې راز نه شي ساتلی په دې لیکنه کې یې لاملونه او په دې اړه د بېلا بېلو کسانو نظریات ولولئ.
له نېکه مرغه و وایم او که له بده مرغه و وایم، چې دا زموږ د ټولنې یوه حقیقت دی، چې ریښتیا هم ډېری ښځې راز نه شي ساتلی او که دې کوم راز ورته وویلې نو فکر وکړه، چې ټوله نړۍ خبره شوه؛ خو دا هم موږ نه شو ویلی، چې ټولې ښځې راز نه شي ساتلی، ځکه داسې ښځینه هم شته چې کوم راز ورته و وایي، نو په ټول ژوند به یې هم څوک له خولې څخه څه ونه وري او دوی به هغه راز راز ساتي.
خو خبره دا ده، چې ډېره برخه میرمنې په دې برخه یعنې د راز په ساتلو کې کمزورې دي او راز نه شي ساتلی.
دا چې دوی ولې راز نه شي ساتلی په دې اړه بېلا بېلې نظریې دي، چې زموږ د ټولنې لوستې طبقه یې وړاندې کوي، چې ځینې هغه نظریې یې دا دي:
د کابل پوهنتون استاده محموده تقوا میلاد په دې اړه دا ډول نظر لري:
دا خبره خو څو لاملونه لري: چې یو له هغو څخه یې دا دی، چې د راز ساتل فزیکي توان ته اړتیا لري، چې هغه تحمل یا زغمل دي، چې ښځه د دومره زغم توان نه لري، ځکه اکثره هغه څه وي، چې ښځه په روحي لحاظ ازاروي، نو ځکه مجبوریږي، چې نورو ته یې و وایي.
بله خبره د خوښ باورۍ ده، چې ښځه ژر په بل انسان باور کوي، خو هغه بل انسان یې بیا باور ماتوي او د رسنیو په څېر یې ټولو ته وایي، خو نارینه بیا په دې برخه کې تل مشکوک وي او په راز کې هم په چا باور نه شي کوی، ځکه دوی فکر کوي، چې که یې و وایم هسې نه چې بل چاته یې و وایي.
په دې اړه بیا د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د ماسټرۍ زده کړیال احمد شاه الکوزی دا ډول نظر لري:
زما په نظر عامل یې کېدای سي دا وي، چې ښځې خصوصن په درېیمه نړۍ هیوادونو کې د ژوند له اصلي متن څخه څنډې ته پاته دي او دا چاره د دې سبب سوې، چې ښځې په شخصیتي معیارونو کې شاه ته پاته سی او کمال ته ونه رسېږي.
بل لامل به یې دا وي، چې د درېیمې نړۍ هیوادونو په ټولنو کې ښځې ته د دویم جنس په توګه کتل کېږی، چې له همدې محرومیت څخه د تیښتې له پاره ښځه هڅه کوي، ځان ته په خپل چاپیریال کې اعتبار جوړ کړي او د دې چارې یوه لاره دا ګڼي؛ چې که د یو چا راز درېیم کس ته و وایي نو ګواکې دا به د دې لامل سي، چې دا درېیم کس په راتلونکي کې پر دې باور وکړي او د دې د شخصیت د پورته تګ لامل به سي.
شبو نیازۍ بیا په دې اړه دا ډول نظر وړاندې کوي:
زما په اند خو دا خبره څو لاملونه لري:
لومړی دا چې ښځه یو عاطفی مخلوق ده، په خپلو پریکړو کې له مغزه تر زړه ډېره ګټه اخلي؛ نو په دې اساس یې په نورو د باور کچه هم زیاته وي، چې له دې امله ژر راز له هر چا سره وایي.
بل لامل یې دا دی، چې راز هغه چا سره ویل کېږي، چې زړه ته نږدې وي، نو دا چې ښځې په مینه او وفا کې ټینګې دي، نو ځکه دوی د زړه خبرې له نورو سره شریکوي، تر څو په دې سره خپل زړه او مغز ارامه کړي.
دا او دې ته ورته نظریات بېلا بېلو کسانو وړاندې کړي دي.
زما په اند هم دا خبره بېلا بېل لاملونه لري، چې ښځې راز نه شي ساتی او ژر یې له نورو سره شریکوي.
یو لامل چې په ټوله کې دی هغه دا دی، ښځې ډېرې خوښ باوره دي او ژر په نورو باور کوي، ځکه دوی ژر خپل راز یو چاته وایي، هغه کس بیا همداسې په بل باور کوي او هغه ته یې وایي، چې په دې سره خبره بېخي رسوا شي. بل دا چې زموږ په ټولنه تر ډېره ښځې نا لوستي دي او کوم مصروفیت او بوختیا نه لري، ځکه دوی چې سره یو ځای شي، بیا یو د بل راز پاشي او رسوا کوي یې، د دې تر څنګ بل لامل یې دا هم کېدای شي، چې دوی نه شي کولای تر ډېره وخته یوه خبره په زړه کې وساتي دوی یې توان نه لري، نوځکه دوی ژر خپل راز له نورو سره شریکوي، تر څو په دې سره خپل زړه سپک کړي.
روان پوهان وایي، که دې د زړه درد چاته بیان کړې، په دې سره دې د زړه درد او غم کمېږي، نو ښځې هم د خپل غم د کموالي له پاره هڅه کوي، چې نورو ته د زړه درد بیان کړي، هغه بله ښځه هم کېدای شي، ځینې وخت د زړه سواندي یا په هغه کس د افسوز په دود د هغوی راز ځنې وویل شي، چې دا کار په قصدي ډول نه وي.
دا هغه لاملونه دي، چې په اساس یې یې یوه ښځه راز نه شي ساتی او راز نورو ته وایي، کېدای شي نور لاملونه هم ولري.