داسي راپورونه ورکول کیږي، چې د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیزالله فضلي، چې په کرکټ بورډ کې او د ملي لوبغاړو سره تر ډېره نژدې پاته شوی، یوځلې بیا د فرهان یوسفزي پرځای د کرکټ بورډ عمومي رئيس ټاکل کیږي.
د افغانستان د ملي، روغي جوړې عالې شورا ویاند فریدون خوځون پر خپلې رسمې فیسبوکپاڼې خوښي ښوودلې او ویلې یې دي، چې عزیزالله فضلي به ډېر ژر بیرته کرکټ له نړۍ سره سیال او د لوبډلې نوم راژوندی کړي.
هغه لیکلي:
«په دې نا مناسبه شرایطو کې د خوښۍ خبر دا دی چې ورور او ملګری عزیزالله فضلي به ډېر ژر دوباره کرکټ له نړۍ سره سیال او لوېدلی نوم به یې را ژوندی کړي.»
https://www.facebook.com/photo/?fbid=4612447258774273&set=a.868189909866712&__cft__[0]=AZWLD7Es1z3ENY_o-_64itth-ltjOZ4rmjCOXmiwKvaiQXJGLjBSvsIE-nsQSUxPNXsyWkJ2GVUT85OTrvy53_94czntVFQshmf2hQi4_t2ZespbkZdHaOoi292CoxeplbA&__tn__=EH-R
د لومړي ځل لپاره د عزیزالله فضلي ټاکل او بیرته لیري کول
عزیزالله فضلي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸م کال د سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د عاطف مشعل پرځای د کرکټ بورډ عمومي رئیس وټاکل شو.
له هغه وروسته عزیزالله فضلي د بورډ ترڅنګ په ملې لوبډله کې یو شمېر لوی بدلونونه راوستل، چې د هغو له ډلې یو هم د ۲۰۱۹م کال تر یوورځنيو لوبو نړیوال جام مخکې اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه لیري کول او پرځای یې ګلبدین نایب ټاکل وه.
یاد نړیوال جام کې افغان لوبډلې خپلې ټولې نهه واړه لوبې وبایللې او د ګلبدین نایب ترڅنګ عزیزالله فضلي هم تر زیاتو نیوکو لاندي راغی.
خو له هغه وروسته د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه عزیزالله فضلي د ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري لیري او پرځای یې فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ رئیس وټاکل شو.