ژباړه/
د کورونا څخه تر روغتیا وروسته، بايد په کافي اندازه د پروټين لرونکي خواړه ستاسې په خوړنيز رژيم کې ځاى ولري، چې د ناروغۍ د عضلاتو د اتروفي لپاره ډېر اړين دي.
د اسپوتنيک په حواله، د روسيې د تغذيې په کلينيک کې د غدو متخصصه، اغلې “يورګيتا واراوا” په دې باور ده چې د پروټينو خوړل، له کورونا وروسته د روغتيا د ښهوالي تر ټولو مهم اصل دى.
د نوموړې په وينا، يو متنوع او متعادل خوړنيز رژيم له کورونا وروسته د روغتيا په ښهوالي کې مهم رول لري او له پروټين تر لاسه کېدونکې کالوري ډېره لوړه اوسي. د ناروغۍ شدت او د بدن لومړني وزن ته په کتلو دا اندازه توپير کوي.
همدارنګه، دغې متخصصې زياته کړه، پروټين بايد په کافي اندازه په خوړنيز رژيم کې ځاى ولري- پروټين د ناروغۍ په اږدو کې د عضلاتو د اتروفي/ شُل کېدو سره د مقابلې لپاره اړين دي.
خواړه بايد پرېمانه پروټين ولري- د بدن د هر کيلو ګرام لپاره، ١.٢ تر ٢ ګرامه پروټين ضروري دي، چې د عضلاتو د له منځه تللو مخنيوي لپاره د بډوډو د وضعيت سره سم سپارښتنه کېږي. لږ تر لږه په ورځني ډول درې يا څلور وخته پروټيني محصول وخورٸ: شيدې، لبنيات، مستې، پنېر، ماهي، هګۍ، د چرګانو غوښه، لوبيا، سويا… حتما په خپل خوړنيز رژيم کې ځاى کړٸ.