ژباړه او زیاتونه
عموما د پوستکي حساسیتونه سوروالی، شدید بخار، د بخارونو پړسېدل، ترشح لرونکې دانې، وچ وچ کېدل، زخم کېدل او چاودې کېدل وي.
لاملونه یې؛
بېلابېل لاملونه لري؛ لکه: محیطي, ارثي او د ایمني سیسټم کمزورتیا.
د دې حساسیتونو عام پاروونکي دا دي؛
عطرونه، سینګاري مواد، نرموونکي او پاکوونکي توکي، صابونونه او شامپوګانې، د خولو لرې کولو سپرې ګانې، د ویښتانو رنګ، په جامو کې کارول شوي رنګونه او مواد، کاغذي دستمالونه، د کالیو پوډر، د لوښو وينځلو شامپو، سپینووکې مایع، او نور کیمیاوي مواد.
پوډر او د لوښو شامپو ګانو کې داسې مواد کارول شوي چې د پوستکي طبیعي غوړ له منځه وړي. له همدې امله د بهرنیو توکو نفوذ پر پوستکي زیاتېږي.
لاټکس هغه مواد دي چې د لاټکس په نوم ونې څخه د کنډ په ډول ترلاسه کېږي، په پوکانو، یو ځل کارېدونکو دستکشونو، د لوبو توکو او ځینو نورو روغتیایي شیانو لکه کانډوم کې کارول کېږي.
همدارنګه نکل هم چې په لوښو، د کور توکو او ګاڼو کې کارول کېږي، د پوستکي د حساسیت لامل کېدلی شي.
هغه توکي چې له چرم څخه جوړ شوي هم حساسیت پاروونکي کېدای شي.
سټرېس، عصبي فشارونه او اندېښنې د پوستکي حساسیت پیدا کوي.
له ځینو حساسیت پاروونکو بوټو سره سروکار لرل، د حساسیت یا الرژي لامل کېږي.
د درملو( خصوصا انتي بیوټیکونو) تر ټولو شایع عوارض جلدي حساسیتونه دي.
د الرژي یا حساسیت درملنه؛
د درملنې پر وخت باید د حساسیت څرنګوالی، څومره والی او چېرته والی په پام کې ونیول شي. تر ټولو دمخه باید هغه توکی/ مواد وپېژندل شي چې حساسیت یې پیدا کړی.
کله مو چې کوم ځای حساسیت وکړ، پوستکی مو په اوبو او بې عطره صابون ومینځئ. وروسته بیا روغتیاپال ته ورشئ. پوستکی مو مرطوب ساتئ. نخي یا کتان کالي واغوندئ.
هغه حساسیتونه مو چې تر څو ورځو جوړ نه شول، هرومرو روغتیاپال ته ورشئ.
که چېرې له حساسیت سره مو ساه بندي, ستونی درد، د سینې غژ غژ، ډېره خوله، د سینې د قفس تنګېدل، زړه بدوالی هم لاره، باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ او بابېزه یې مه ګڼئ.
وقایه او مخنیوی؛
د دې لپاره چې د حساسیت مخه ونیول شي، له کیمیاوي موادو د سروکار پر وخت لاسونه په نخي دستکشونو وپوښئ. لمر ته مه ګرځئ یا چترۍ وکاروئ. پر پوستکي مو د لمر ضد کریمونه ووهئ. پوستکی مو حتما په سمو موادو وپوښئ. یانې تل یو شی پرې وهئ چې د بهرنیو موادو د نفوذ مخه ونیولی شي.