۳۳ کلن ایسورو اودانا له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکی ایسورو اودانا، چې په ۱۹۸۸م کال کې د فیبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه د سریلانکا په بلانګودا ښار کې زېږېدلی نن د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

اودانا د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې ته په ۲۰۰۹م کال کې راغی او تر ۱۲ کالو نړیوال کرکټ کولو وروسته یې نن خپله خدای‌پاماني اعلان کړه.

ددې خبر رسمي تائید د کرکټ نړیوالې شورا هم کړی.

تر تقاعد اعلانېدو وروسته ایسورو اودانا ویلې، ځکه یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، ترڅو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.

 

 

 

د ایسورو اودانا لوبې

 

ایسورو اودانا د سریلانا کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۲۱ یوورځنۍ، ۳۵ شل اوریزه، ۷۶ فرسټ کلاس او ۸۱ بیا لیست اې سیالۍ ترسره کړې دي.

اودانا په یو ورځنیو لوبو کې ۸۱، په شل اوریزه لوبو کې ۲۷، په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۷۵ او په لیست اې لوبو کې یې بیا ۱۰۲ ویکټې اخیستې دي.

ددې ترڅنګ هغه په یوورځنیو لوبو کې ۲۳۷، په شل اوریزه لوبو کې ۲۵۶، په فرسټ کلاس لوبو کې ۲۱۱۰ او په لیست اې لوبو کې یې بیا ۸۴۳ منډې جوړې کړې دي.