د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تېره اونۍ په شل اوریزه او یوورځنیو لوبو کې د توپاچونکو نوي درجهبندۍ اعلان کړې، چې د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې راشدخان ارمان او د یوورځنیو لوبو په درجه بندي کې بیا مجیبځدران شاهتګ وکړ.
د شل اوریزه سیالیو د توپاچونکو په درجه بندي کې راشدخان ارمان پخوا لومړی ځای درلود، بیا دویم ځای ته راکښته شو، خو تېره اونۍ یې یو قدم بل شاهتګ وکړ او درېیم مقام ته راکښته شو.
بل پلوه دې شورا په یوورځنیو لوبو کې هم د توپاچونکو درجه بندي تېره اونۍ اعلان کړه، چې پکې مجیب ځدران له دویم ځای څخه درېیم ځای ته راکښته شو.
مجیبځدران څو ورځې وړاندې ددې درجه بندۍ په درېیم ځای کې شتون درلود، خو دویم ځای ته پورته شو او په یاده اعلان شوې درجه بندۍ کې بیرته درېیم ځای ته راکښته شوی او ۷۰۸ نمرې لري.
په شل اوریزه سیالیو کې د توپاچونکو تازه اعلان شوې درجه بندي
۱ـ تبریز شمسي: سویلي افریقا، ۷۹۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۲ـ وانډو ډي سیلوا: سریلانکا، ۷۲۰ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.
۳ـ راشدخان: افغانستان، ۷۱۹ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۴ـ عادل رشید: انګلستان، ۶۸۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۵ـ مجیبځدران: افغانستان، ۶۸۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۶ـ تیم سوتي: نیوزیلنډ، ۶۶۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۷ـ آدم زیمپا: اسټرالیا، ۶۶۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۸ـ ایشټن آګر: اسټرالیا، ۶۴۹ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۹ـ سودهي: نیوزیلنډ، ۶۴۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۱۰ـ فابین آلین: ویسټانډیز، ۶۲۰ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
یوورځنیو لوبو کې د توپاچونکو تازه اعلان شوې درجه بندي
۱ـ ټرینټ بولټ: نیوزیلنډ، ۷۳۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۲- جوش هزلوډ: اسټرالیا، ۷-۹ نمرې، پنځه قدمه پرمختګ یې وکړ.
۳ـ مجیبځدران: افغانستان، ۷۰۸ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۴ـ کریس ووکس: انګلستان، ۷۰۰ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۵ـ مهدي حسن میراز: بنګلهدېش، ۶۹۲ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۶ـ ماتي هینري: نیوزیلنډ، ۶۹۱ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۷ـ جسپریت بومرا: هندوستان، ۶۷۹ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۸ـ میچل سټراک: اسټرالیا، ۶۵۲ نمرې، لس قدمه پرمختګ یې وکړ.
۹ـ شکیبالحسن: بنګلهدېش، ۶۵۰ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۱۰ـ کیګسو ریباډا: سویلي افریقا، ۶۴۸ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
نړیوالو درجهبندیو کې د افغان لوبغاړو د شاهتګ لاملونه
په نړیوال درجه بندیو کې افغان لوبغاړي ځکه خپل لومړي مقامونه ورځ تر بلې له لاسه ورکوي، چې افغان کرکټ ملې لوبډله لږ نړیوالې سیالۍ ترسره کوي.
افغان کرکټ ملې لوبډلې د روان ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې د وروستي ځل لپاره د زیمبابې پر وړاندې شل اوریزه لوبې ترسره کړې وې، چې له هغه وروسته یې تر دې دمه پورې شل اوریزه سیالۍ نه دي کړي او نړیوال جام چې په راتلونکې اکتوبر میاشت کې پیلیږي هم به تر هغه مخکې هیڅ شل اوریزه لوبه ترسره نه کړي.
ددې ترڅنګ ملې لوبډلې د وروستي ځل لپاره د روان ۲۰۲۱م کال په جنوري میاشت کې د ایرلینډ پر وړاندې یوورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې بیا یې له هغه وروسته تر دې دمه پوري یوورځنۍ لوبې نه دي کړي او اوس به د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ په سیالیو کې راتلونکې سیپټمبر میاشت کې درې نړیوالې یوورځنۍ لوبې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.
کله چې هم ملې لوبډله لوبې کوي، هرو مرو پکې د نورو لوبغاړو ترڅنګ محمدنبي، راشدخان ارمان او مجیب ځدران ښه لوبیږي او بیا نړیوالو درجه بندیو کې پرمختګ کوي.