جو بایډن: هر کس چې د کرونا واکسین وکړي، سل دالره ورکول کېږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

امریکا کې د کرونا واکسین د اخیستلو لپاره لا هڅوونکې لارې غوره شوې دي.

تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن امر کړی چې هر هغه کس ته چې د کرونا واکسین اخلي سل ډالره دې د هڅونې لپاره ورکول کېږي.

ددې تر څنګ بایډن ویلي چې د کرونا واکسین په ځينو دولتي ادارو کې حتمي دي خو هغه ډله کسان چې کرونا واکسین نه اخلي نو دوی اړ دي چې په هرو دوو اونیو کې یو ځل د کرونا ټېسټ وکړي او تر څنګ یې باید په اداراتو کې په دایمي توګه ماسک وکاروي.

خو د بایډن ادارې دا هم ویلي چې په ټوله امریکا کې د کرونا ضد واکسین د وېش او اخیستو لپاره لا ډېرې هڅوونکې لارې غوره کوي او موخه یې دا ده چې وکړی شي دغه وبا ختمه کړي او خلک عادي ژوند ته راوګرځي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې ځینو هېوادونو د کرونا وبا د له منځه وړلو لپاره واکسین کشف کړل؛ خو ډېری وګړي له دغه واکسینو څخه ویره لري.

هیره دې نه وي، چې تېره ورځ د ‏سویډن هیواد له افغانستان سره د کرونا ناروغۍ ۱۲۴۰۰۰ دوزه واکسینو مرسته وکړه.

د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا دا واکسین د استرا زینیکا کمپنۍ تولید کړي دي او سر له راتلونکې اوونۍ به هغو کسانو ته چې د استرا زینیکا واکسینو لومړی دوز ورته تطبیق شوی، د دوهم دوز په بڼه تطبیق پیل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي