ګېلاس د مفصلونو د درد او پښو پړسوب درملنه کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ګیلاس (الوبالو) چې اکثر تازه استعمالېږی، د ښه خوند ترڅنګ د مفصلونو درد او پښو پړسوب درملو په توګه هم کارول کېږي.
په طبیعت کې ځینې داسې میوې دي چې د څو مرضونو لپاره ګټورې وي، لکه ګیلاس چې د مفصلونو د درد او پښو د پړسوب درملنه کوي، ورسره وینې په پاکوالي او د بدن په تازګۍ کې مهم رول لري.
د ګېلاس یا الوبالو استعمال په بدن کې د اوریک اسیدونو کمښت راولي، او د پښود درد په مخنیوي کې هم مهم رول لري. د ډاکټرانو په باور هره مېوه یو ډول روغتیایي ګټه لري.
روغتیاپوهانو په دې اړوه، چې ګېلاسو خوړل د او د پښو د درد او پړسوب د اغېزو په اړه زیاته کړې ده، چې نه یوازي تازه ګېلاس بلکې د وچو شوو ګېلاسو اوبه کولی شي د پښو درد او پړسوب په ښه کېدو کې ښه مرسته وکړي…
د مفصلونو درد او پښو پړسوب ناروغۍ د وینې په جریان کې د ډېرو اوریک اسیدونو له کبله رامنځته کېږي، چي بیا وروسته دغه اوریک اسیدونه د مفصلونو په شاوخوا کې یو ځای کېږي او د پښو شدید درد رامنځته کوي، چې نن سبا د پښو د درد او پړسوب ناروغي ډېره عامه شوې هم ده .
د طب برخې کارپوهانو په وینا په ګیلاس کي یو ډول انزایم شته، چي له بدن څخه د اوریک اسیدونو په را ویستو کې مرسته کوي.
د پښو درد د د ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ورځیني ډول د ګیلاسو اته جامه اوبه وڅښئ.
په ټولیز ډول د مفصلونو درد او د پښو پړسوب ناروغۍ په سلو کې ۷۵ سلنه یې نارینه او او ۲۵ سلنه یې ښځینه دي، چې په ښځو کې د مفصلونو د درد څخه د ژغورلو یو لامل په دوی کې د استروژن هورمونونه دي، چې د اوریک اسیدونو کچه راټيټوي.