د وروستيو څېړنو له مخې د انسان د بدن حيرانونکي ټکي

رنګین تجريدي ډیزاین

په دې وروستيو کې د امريکې د څېړنو مرکز يا د امریکې د فیزیولوژي څېړنو مرکز “لایف لاین” له خوا د انسان د بدن ۱۴ حیرانونکي حقیقتونه کشف شوي دي. دغه څېړنې په ډېر دقت سره ترسره شوې دي او دغه ځانګړنې د الله تعالی د خلقت د او د هغه د لوی ذات پياوړتيا ښيي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دغو ځانګړنو په اړه معلومات درکړو، که تاسو هم غواړئ چې په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ، لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی_ د انسان بدن له ۷۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ اتومونو څخه جوړ شوی دی.

دویم_ د انسان په بدن کې ۳۷ تريليارډه نسجونه شتون لري.

درېيم_ د معدي اسید کولای شي چې اوسپنه اوبه کړي.

څلورم_ د انسان د بدن پوستکی د هر دوو تر څلورو اونیو په اوږدو کې یو ځل تویېږي.

پینځم_ سترګې کولای شي د ۲.۳ تر ۷.۵ میلیونه بېلابېل رنګونه وپېژني.

شپږم_ د انسان پوزه کولای شي يو تريليارډ بېلابېل بويونه بوي کړي.

اووم_ د لاسونو ګوتې کولای شي د ۱۳ نانومېټره یعني د وېښتانو له قطر نه ۷۵۰۰ ځله کوچنی وتلی ځای حس کړي.

اتم: که د لاس وړه ګوته مو نه وي، لاسونه به مو خپله ۵۰ سلنه پياوړتیا له لاسه ورکړي.

نهم_ د انسان زړه د ورځې په اوږدو کې ۱۰۰زره ځلې درزېږي او په يوې دقیقې کې ۵.۵ لیټره وينه پمپ کوي چې په کال کې کابو ۳ میلیونه لېټره وينه کېږي.

لسم_ د انسان د بدن تجزيه د هغه د مړينې نه څلور دقیقې وروسته پيلېږي او انزايم او باکټريا د انسان د بدن د غړو په خوړلو پيل کوي.

يوولسم_ د انسان د بدن کابو یو نیم تر دوه کیلو وزن باکټريا جوړوي او د هر غاښ پر سر ۱۰۰میلیونه باکټريا وده کولای شي.

دوولسم_ که د انسان د بدن ډي‌ان‌اې ازاده شي، د ځمکې او پلوتون سیارې د واټن په اندازې لاره به وپيمايي.

ديارلسم_ د سترګو د عدسيې نسجونه، د زړه د عضلو نسجونه او د ماغزو نورونونه هغه نسجونه دي چې د تل لپاره به له تاسو سره وي.

څوارلسم_ که د خپلو ماغزو ټولې ګونځې خلاصې کړئ، د يوه (روبالشی) سره برابرېږي.

د انسان د بدن دا ټولې حیرانونکې ځانګړنې د الله (ج) د ستر قدرت استازوالي کوي. موږ ټول باید له الله (ج) څخه د دغو ټولو سترو نعمتونو لپاره چې زموږ د هوساينې لپاره یې موږ ته راکړي دي، شکر وباسو.