دا چې د افغانستان په مرکز او ولایتو کې زیات و کم دا دوه دوه میاشتې د کرونا وبا له امله ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه رخصت وو، دا چې وروسته له دوه میاشتو څخه ښونځي پیل شوه او له پیل کېدو سره سم باید زده کوونکي د څلورمیاشتنۍ ازموینې له پاره هم چمتو اوسي او ازموینه ورکړي، دا چې دې دوه میاشتي قرنتین د دوی د زده کړې پر بهیر څه ډول اغېز کړې او په ازموینه کې یې پر روحیه څه ډول اغېز کوي او له کومو ستونزو سره مخ دي په دې لیکنه کې یې ولولئ.
کرونا وبا په افغانستان او نوره نړۍ کې د نورو زیانونو تر څنګ د زده کړې بهیر هم ډېر زیانمن کړی. په افغانستان کې له دوه میاشتني قرنتین څخه وروسته د ښوونځیو بیا پیل کېدل او له پیل کېدو سره سم یې د ازموینو د پیل کېدو خبرو زده کوونکي له تشویش سره مخ کړي او د دوی پر روحیه یې منفي اغېزه کړې. دا چې دوه میاشتې ښوونځي رخصت و او په دې دوه میاشتو کې زده کوونکي له زده کړو څخه لیرې پاتې وه، نو ځکه زده کوونکي له ازموینې څخه ډېره ویره لري. یو خو په ټوله کې هر سړی له ازموینې ویره لري دا چې اوس زده کوونکي دا دوه میاشتې رخصت وه او له زده کړو څخه بې برخې پاتې وه، نو ځکه یې روحیه ډېره کمزورې ده او د خپلو ازموینو په اړه اندیښمن دي او هغو ښوونکو له لوې اندیښنې سره مخ کړي، چې وایي، د ازموینې پوښتنې د کتاب تر نیمایي پورې راوړي. دا چې زده کوونکي څه اندیښنې لري او څه وایي په دې اړه به یې د کابل ښار د یوه ښوونځي له زده کوونکې ثنا جانې څخه واورو، ثنا جانه چې د نسوان وحدت لیسې د یولسم ټولګي زده کوونکې ده وایي: د خپلې ازموینې او زده کړو په اړه یې ډېره اندیښمنه ده، دا وایي موږ مخکې له قرنتینه په ښوونځي کې ډېر کم درس ویلی وو، چې د هغو درسو ډېره برخو مو هم اوس په یاد نه دی پاتې یعنې په دې دوه میاشتو کې د ډېری زده کوونکو درسونه هېر شوي؛ خو اوس زموږ له پاره لویه ستونزه دا ده، چې ډېری ښوونکي مو د ازموینې پوښتنې د کتاب تر نیمایي پورې راوړي، یعنې له هغو درسونو څخه موږ ته پوښتنې راولي، چې موږ ویلي نه دي. اوس موږ دې ته هیران یو، چې د هغو درسونو پوښتنې په ازموینه کې څنګه حل کړو، چې موږ ویلی نه دی. له بلې خوا مې اندیښنه دې ته ده، چې په دې دوه کاله لیسه دوره کې چې لسم او یولسم ټولګی دي او زموږ زده کوونکو له پاره مهم هم دي، خو موږ په دې دوه کلو کې نه درس وویلې او نه مو له دې دوه ټولګیو څه زده کړه. د نوموړي ښوونځي هر زده کوونکي دا او دې ته ورته اندیښنې درلودې او روحیه یې کمزورې ښکاریده.
د زده کوونکو د دې اندیښنو د له منځه وړلو له پاره اړینه ده، چې ښوونکي له دوی سره همکاري وکړي، د دوی ستونزې په پام کې ونیسي په زده کوونکو د دوی له وړتیا څخه ډېر فشار را نه وړي. همدارنګه کورنۍ هم مسؤلیت لري، چې له خپلو اولادونو سره د زده کړو په برخه کې همکاري وکړي، روحیه ورکړي او په ذهني او فزیکي ډول زده کوونکي د ازموینې له پاره چمتو کړي.