د شفتالو خوړلو مخینې په اړه داسې ویل کېږي، چې شفتالو د لومړي ځل لپاره له نن څخه اته زره کاله وړاندې په چین کې وکرل شو، او خلکو ورنه د خوراکي توکي په توګه ګټه واخیسته.
د روغتیاپالانو په وینا شفتالو یو داسې نباتي مرکبونه لري، چې د انسان په بدن کې د بېلابېلو سرطاني ناروغیو خطر کموي.
د شفتالو خوړل د نورو ګټو سربېره د حساسیت لکه پرنجېدو، خارښت او ټوخي ناروغیو لپاره هم ګټور وي.
روغتیا پوهان د شفتالو ګټو په اړه دا زیاتوي، چې د دې مېوې خوړل د انسان بدن ته ډېرې ګټې لري په ځانګړي ډول د هضم لپاره خورا ډېر ګټور بلل کېږي.
د افغانستان په زراعتي ځمکه کې د شفتالو حاصلات خورا د پام وړ دی، او ورځ تر بلې پکې پراختیا راځي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا د ختیځو ولایتونو څخه د شفتالو حاصلات په ۲۰۲۰م کې لس زره ټُنه ته رسېده، چې عواید یې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ وې. او که چېرته د شفتالو باغونو ته پام وشي، او په وخت سره بازار ته وړاندې شي، ښایي عواید یې له دې څخه هم ډېر شي.
شفتالو ډېر غذایي توکي لري، چې د بدن لپاره هم ډېرې ګټې لري او په لاندې ډول ښودل کېږي:
۱ـ د پوهانو په وینا، شفتالو د بې شمېره وېټامینونو، منرالونو او ګټورو نباتي مرکبونو درلودونکي دي.
۲ـ په یوه دانه شفتالو کې ۵۸ کالوري، یو ګرام پروټین، ۱۴ ګرامه کاربوهایډریټ، ۲ ګرامه فایبر شتون لري.
۳ـ په شفتالو کې په کافي کچه کې فاسفورس، اوسپنه او ویټامین اې، پوتاشیم، وېټامین کې، ویټامین اي او ویټامین سي دي.
۴ـ په شفتالو کې شته فایبر له معدې سره د ډوډۍ په هضم او د معدې په ښه والي کې خورا ګټور دی.
۵ـ شفتالو د قبضیت ناروغۍ مخنیوی کوي او د کولمو د ښهوالي لپاره باکتریاوې او فیټي اسید جوړوي.