عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار.

نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل کړل او هغه مهال یې له طالبانو سره خبرې پيل کړې چې سرتېري یې مخ په وتلو وو.

دده په وینا طالبان داسې انګیري چې د جګړې ګټونکي دي نو له همدې امله دغه ډله په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته نه تیارېږي.

هغه زیاته کړې امریکا تل په افغانستان کې تېروتنې کړې دي چې له همدې امله یې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړې ته لار پرېښوده.

عمران خان یو ځل بیا ویلي چې له طالبانو سره مرسته نه کوي او په خبره یې له دغه ډلې سره د ای ایس ای اړیکې نشته دي.

بلخوا نړیوالې رسنۍ او د چارو څارونکي په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا دی او د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

عمران خان په دې مرکه کې یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره همکارۍ ته تیار دی.

بلخوا پاکستان او عربستان پر افغانستان او کشمیر خبرې کړې دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه ورځني سفر پاکستان ته تللی او په دغه هېواد کې یې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د بېلو نورو مسایلو تر څنګ تر ټولو ډېر بحث د افغانستان پر وضعیت شوی دی.

محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې ویلي چې افغانستان کې وضعیت بدلېدونکی دی، جګړه شدیده شوې ده نو له همدې امله سعودي عربستان او پاکستان په دې منځ کې پر شته خنډونو او فرصتونو خبرې کړې دي.

قریشي په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي