په اخترونو کې د افغانانو ناسم دودونه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

موږ افغانان بېلا بېل دودونه لرو، چې ځینې یې سم ځینې یې نا سم او ځینې یې بیا بېخي ناوړه دي. چې د اختر د ورځې دعا (فاتحه کول) هم زموږ له ناسمو دودونو څخه ګڼل کېږي. اختر موږ ته د الله تعالی له لوري راکړل شوې خوشحالي ده، چې په دې ورځ کې موږ باید خپل غمونه هېر کړو او خوشحالي وکړو، نه دا چې ماتم ونیسو تېر غمونه را یاد کړو او پرې و ژړو.
د اختر دعا زموږ په ټولنه کې داسې یو دودو دی، چې کله یو کس مړ شوی وي او د مړه شوي کس په کورنۍ دهغه د مرګ یا نشتون لومړی اختر وي، په دې اختر کې د مړه شوي کس کورنۍ د اختر له پاره نوې جامې نه جوړوي، د اختر میوه کور ته نه راوړي او خپل اختر نه لمانځي ځکه چې د مړه شوي کس لومړی اختر دی. په داسې حال کې که د هغه مړه شوي کس یو کال د مرګ هم تېر شوی وي، خو دا چې لومړی اختر یې دی، نو ځکه دوی خپل اختر نه لمانځي. ټول خپلوان د دوی کره پر دې پار ورځي، چې د فلاني نوی اختر دی او باید د اختر د فاتحې له پاره ورشي. ډېری کسان د اختر په ورځ ژاړي هم او دا د خوشحالۍ ورځ په غم بدلوي.
دا منم چې د یوې کورنۍ له پاره چې د کور یو غړی یې نشته یا په حق رسېدلی د خوشحالۍ په ورځ د هغه لیروالی ستونزمن دی؛ خو ډېر غم او ماتم بیا څه ګټه لري هغه چې تللي هغه بېرته نه راځي او کومه خوشخالي چې موږ ته الله تعالی راکړې موږ ولې هغه باید په غم بدله کړو؟ زموږ په مقدس دین کې پر مړي ژړا او ماتم نیول درې ورځې ده له هغې وروسته جواز نه لري نو که موږ څو میاشتې وروسته یو غم بیا تازه کوو او د خوشحالۍ پر ورځ ماتم نیسو دا بیا هم له دیني او هم ټولنیزه اړخه یو نا سم کار دی. غوره به دا وي، چې په خپله غم ځپلې ټولنه کې دا دود له منځه یوسو او هغه خوشحالي چې د الله تعالی له لوري موږ ته راکړل شوې په ښه ډول یې ولمانځو او په غم یې بدله نه کړو. دا ناوړه دودونه د ټولنې د وګړو له لوري را منځته شوي او همدا ټولنه یې باید له منځه یوسي. ځکه کوم څه چې د ټولنې په زیان دي او د خوابدۍ لامل یې کېږي، د هغو کارونو ترسره کولو ته څه اړتیا ده. نو په دې هیله چې دا ناوړه دود زموږ په ټولنه کې ژر تر ژره له منځه ولاړ شي.