د ترکیې د دفاع وزیر خلوسي اکار وسله والو طالبانو ته په ځواب کې ويلي، ترکي سرتیري اشغالګر نه دي بلکه دوی د افغانانو ملګري دي.
طالبانو په افغانستان کې د ترکیې د پوځي ماموریت د اوږدېدو پر وړاندې ګواښ کړی وو. اکار د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې ده او د طالبانو بیان یې یو سوتفاهم بللی.
ترکیې رسنیو د دفاع د وزیر خلوسي اکار له خولې ویلي، چې کاري چوکاټ تیار شوی او په ځانګړو برخو کې کار دوام لري.
خو طالبانو په یوې اعلامیې کې دغو خبرونو ته په غبرګون کې ترکیه په افغانستان کې د خپل اشغال په دوام غندلې او ویلي یې دي چې دا له امریکا سره د شوي تړون څخه سرغړونه ده.
طالبانو همدارنګه خبرداری ورکړی چې له هغو ترکي سرتیرو سره چې په افغانستان کې پاتې کېږي د اشغالګرو په څېر به چلند ورسره وشي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو خبرداری ورکړ چې که ترکیه په افغانستان کې خپل د شتون موده وغځوي، نو دوی به ترکي عسکرو ته د “اشغالگرو” په سترګه وګوري او په ضد به یې “جهاد” وکړي.
طالبانو پخپل بیان کې ویلي وه: “زمونږ په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل هغه که د هر هېود او تر هر نامه لاندې چې وي، اشغال دی”.
طالبانو زیاته کړې: “د اشغال دوام به د ترکيې د چارواکو په اړه زمونږ په هېواد کې کرکه او د دښمني احساس راوپاروي او دا به د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي.”
طالبان داسې مهال دا خبرداری ورکوي، چې امریکا له ترکیې هېواد غوښتي وه چې له افغانستانه د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو نه وروسته، د کابل نړېوال هوایي ډګر د ساتنې مسولیت دې په غاړه واخلي.
د یادونې ده چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ وویل، د واشنګټن سره یې په دې توافق شوی چې د کابل هوایي ډګر ساتنه او تنظیم په کومه اندازه وشي، مګر اردوغان په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.
طالبانو د ترکيې او امریکا دا معامله له رنګ ډکه بللې او د ترکيې نه یې غوښتي چې پر خپلې پریکړې دې له سره کتنه وکړي.