شل‌اوریزه لوبو کې د افغانستان لپاره چا زیاتې ویکټې اخیستې؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د افغانستان لپاره په شل اوریزه سیالیو کې راشدخان ارمان تر نورو ټولو لوبغاړو زیاتې ۹۳ ویکټې اخیستې دي.

راشدخان ارمان دا ویکټې په ۵۰ شل اوریزه لوبو کې اخیستې او ملې لوبډلې سره یې د شل اوریزه سیالیو پيل په ۲۰۱۵م کال کې وکړ.

تر راشدخان وروسته محمدنبي هغه لوبغاړی دی، چې په شل اوریزه سیالیو کې یې د افغانستان لپاره زیاتې ویکټې اخیستې دي.

نبي په ۸۱ شل اوریزه سیالیو کې ۷۲ ویکټې اخیستې او په ملې لوبډله کې یې د شل اوریزه سیالیو پيل په ۲۰۱۰م کال کې کړی.

 

لس هغه لوبغاړي، چې په شل اوریزه سیالیو کې یې د افغان ملې لوبډلې لپاره زیاتې ویکټې اخیستې

 

۱ـ راشدخان ارمان: ۲۰۱۵ـ ۲۰۲۱، په ۵۰ لوبو کې یې ۹۳ ویکټې اخیستې دي.

۲ـ محمدنبي: ۲۰۱۰ـ۲۰۲۱، په ۸۱ لوبو کې یې ۷۲ ویکټې اخیستې دي.

۳ـ دولت ځدران: ۲۰۱۲ـ۲۰۱۹، په ۳۴ لوبو کې یې ۴۰ ویکټې اخیستې دي.

۴ـ شاپور‌ځدران: ۲۰۱۰ـ۲۰۲۰، په ۳۶ لوبو کې یې ۳۷ ویکټې اخیستې دي.

۵ـ حمید حسن: ۲۰۱۰ـ۲۰۱۶، په ۲۲ لوبو کې یې ۳۲ ویکټې اخیستې دي.

۶ـ امیرحمزه: ۲۰۱۳ـ۲۰۲۱، په ۳۳ لوبو کې یې ۳۰ ویکټې اخیستې دي.

۷ـ کریم‌جنت: ۲۰۱۶ـ۲۰۲۱، په ۲۷ لوبو کې یې ۲۹ ویکټې اخیستې دي.

۸ـ سمیع‌الله شینواري: ۲۰۱۰ـ۲۰۲۰، په ۶۴ لوبو کې یې ۲۸ ویکټې اخیستې دي.

۹ـ مجیب‌ځدران: ۲۰۱۸ـ۲۰۲۰، په ۱۹ لوبو کې یې ۲۵ ویکټې اخیستې دي.

۱۰ـ فرید‌احمد ملک: ۲۰۱۶ـ ۲۰۲۱، په ۱۶ لوبو کې یې ۲۱ ویکټې اخیستې دي.