افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې د وروستیو راپورونو او په دغه هېواد کې د جګړو له امله د اغېزمن شویو کسانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
یاد سازمان ویلي چې په پراخه کچه وژنو، ناسم چلن او تبعیض وېره او ناامني رامنځته کړې ده او د دغه ډول کړنو له ترسره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي.
دغه سازمان ویلي، د جګړې ښکېلې غاړې مکلفې دي چې د افغانانو وقار او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی دی چې ملکي وګړو ته د زیان نه رسېدو تر ټولو غوره لار د سولې خبرو ته بیا راګرځېدل دي او هغوی چې د افغانستان او افغانانو ښې راتلونکې ته لیواله دي باید د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه سازمان د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې د لوی اختر په مناسبت اوربند وکړي څو له جګړو ستړي افغانان د ارام ساه واخلي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې روان کال د جګړو د شدت له امله لسګونه زره افغانان بېځایه شوي دي.
د سرچینې په خبره روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ۲۷۰ زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي چې په دې سره په دغه هېواد کې د بېځایه شوو کسانو شمېره ۳.۵ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.
د کډوالو عالي کمیشنري د خلکو د بېځایه کېدو ستر لامل روانې جګړې بولې او په وینا یې څومره چې جګړې ډېرېږي دومره د بېځایه شوو کسانو شمېره لوړېږي چې ورسره جوخت د بشري ناورین خطر هم مخ په لوړېدو دی.
دغه نړیوالې ادارې پر مرستندویه موسساتو غږ کړی دی چې له بېځایه شوو سره د مرستې لپاره همغږي ډېره کړي او اړمنو ته دې ژر تر ژره بشري مرستې ورسوي.
ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه بېځایه شوو وګړو ته تر اوسه ان د لومړنیو خوراکي توکو مرستې هم نه دي رسېدلې.