روسیه: امریکا د افغانستان په شاخوا کې د اډو جوړولو په لټه کې ده

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

روسیه وایي امریکا د افغانستان په شاوخوا کې د نظامي اډو د جوړولو په لټه کې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي امریکا لا هم له افغانستان نه ده وتلې او په دغه هېواد کې نظامي مداخلې او هوایي بریدونو ته لیوالتیا لري.

دده په وینا امریکا دمګړی په دې لټه کې ده چې د افغانستان په شاوخوا کې نظامي اډې ولري او له دې ځایه د دغه هېواد وضعیت وڅاري.

هغه زیاته کړې چې امریکا به له دې نظامي اډو په افغانستان کې هوایي بریدونه تنظیموي او هغه سیمې به په نښه کوي چې ددوی ګټو ته خطر جوړوي.

لاوروف هغه سیمې نه دي یادې کړې چې امریکا په کې د اډو جوړولو پلان لري، خو تر دې وړاندې داسې ګنګوسې او راپورونه خپاره شوي چې امریکا غواړي په پاکستان کې نظامي اډې جوړې کړي او داسې ښکاري چې پاکستانی حکومت به په پټه دا پرېکړه ورسره ومني.

امریکا هم تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

بلخوا تاجکستان وايي د افغانستان اوسنی وضعیت ټولې سیمې ته خطرونه جوړولی شي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خسرو ناضري له خپل افغان سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي.

دده په وینا د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی شي نو له همدې امله دوی د بېړنۍ سولې او اوربند غوښتونکي دي.

هغه زیاته کړې چې په روانه جګړه کې د ملکیانو وژل، د عامه تاسیساتو ورانول او زرګونه خلک له خپلو مېنو بېځایه کول له ټولو بشري او انساني قوانینو سره په ټکر کې عمل دی نو ځکه خو تاجکستان دې ته تیار دی چې افغانستان ته د سولې په راتګ کې خپله همکاري ډېره کړي.

افغان لوري هم ویلي چې د سیمې هېوادونه باید له افغان سولې سره همکاري ډېره کړي، ځکه روانه جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول لوري به زیانمن کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي