په وروستيو اوورونو کې تر ټولو لوړ سټرايک رېټ،محمدنبي هم پکښې دی

سپینه تجريدي ډیزاین

د نړيوال شل اووريز کريکټ په وروستيو اوورونو کې تر تولو لوړ سټرایک رېټ لرونکو لوبغاړو کې يو هم محمدنبي دی.

په شل اووريز کريکټ کې لکه څنګه چې په لومړنيو اوورونو کې د کافي منډو ترلاسه کول مهم دي ،تر دې لا زيات په وروستيو اوورونو کې د بريدګري لوبې ترسره کول مهم دي.

هره لوبډله په خپل سکواډ کې د وروستيو اوورونو لپاره بریدګر لوبغاړي ساتي ،چې د هند لپاره هارديک پانډيا،د ویسټ انډيز لپاره رسل،د پاکستان لپاره شعیب ملک،د افغانستان لپاره نجیب الله ځدران او د سويلي افریقا لپاره ډېويډ ميلر يادولای سو.

د کريکټ د ټولو هيوادونو په کچه درې هغه لوبغاړي درپېژنو چې د شل اووريزو لوبو په وروستيو اوورونو کې يې بریدګره توپوهنه کړې او چټکي منډي يې ترلاسه کړيدي.

١_ ګلين مکسويل_ اسټراليا

ګلين مکسويل د شل اووريز کريکټ په وروستيو اوورونو کې تر تولو لوړ سټرايک رېټ لري خو اسټرالياوۍ لوبډلې د ویسټ انډيز په وړاندې د روانو لوبو په سکواډ کې ندی اخيستی.

مکسويل په وروستيو پنځو اوورونو کې ٢٠٥.٤ سټرايک رېټ لري چې دا د نوموړي پر تېزي لوبې دلالت کوي،او اکثره وخت یې د اسټراليا لپاره لوړ هدفونه ټاکلي،يايې هم پوره کړيدي.

نوموړي په ٧٢ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ١٧٨٠ منډې کړيدي چې عمومي سټرايک رېټ يې ١٥٨.٩ دی.

٢_ محمدنبي_افغانستان

محمدنبي د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې تر ټولو باتجربه لوبغاړی دی او په سوداګریزو لوبو کې يې ښه پايله ورکړې.

نبي هم د افغانستان د ملي ټېم په نړيوالو لوبو کې ځيني وخت د ورستيو اوورونو لپاره ساتل کېږي،ځکه دی په هرحالت کې د پام وړ لوبه کولای سي.

محمدنبي د نړيوالو شل اووريزو لوبو په وروستيو اوورونو کې په ١٩٥.٣٤ سټرايک رېت سره لوبه کوي چې تر مکسویل وروسته په چټکه لوبه کې دويم ځای لري.

نوموړي په ٨١ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ١٣٩٦ منډې کړي چې عمومي سټرايک رېټ يې ١٤٥.٧ دی.

٣_ ويرات کوهلي_هندوستان

ويرات کوهلي چې د کريکټ په نړۍ کې د منډو په ماشين مشهور دی ،د لوبې پر هر مهال يې خپله وړتيا ثابته کړې او د ښې لوبې تمه هم ترې کېږي.

نوموړي د نړيوالو شل اووريزو لوبو په وروستيو اوورونو کې تر مکسویل او نبي وروسته بریدګره لوبه کړې.

ويرات په وروستيو اوورونو کې ١٩١.٥٨ سټرايک رېټ لري.

نوموړي په ټولټال ٩٠ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ٣١٥٩ منډې کړي او عمومي سټرايک رېټ يې ١٣٩.٠ دی.