لس هغه لوبغاړي، چې یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې

سپینه تجريدي ډیزاین

د کرکټ په نړۍ کې شپږیزې هغه څه دي، چې مینوال خورا زیات لري او د کرکټ مینوال غواړي په هره لوبه کې شاټونه وویني او ورڅخه خوند واخلي.

زیات شمېر لوبغاړي شته، چې خورا د لوړو شاټونو وړتیا لري او زیاتې شپږیزې یې وهلې دي، چې په همدې موخه موږ دې لیکنه کې لس هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د یو ورځنیو لوبو په یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې وي.

ددې لیست په سر کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر شتون لري، چې د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال جام پر مهال یې د افغان لوبډلې پر وړاندې لوبه کې ۱۷ شپږیزې ووهلې.

 

یوورځنیو لوبو کې هغه لوبغاړي، چې یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې دي

 

۱ـ ایون مورګن: انګلستان، ۱۷ شپږیزې، د ۲۰۱۹م کال د جون په ۱۸مه یې د افغانستان پر وړاندې ووهلې.

۲ـ روهیت شرما: هندوستان، ۱۶ شپږیزې، د ۲۰۱۳م کال د نوومبر په ۲مه یې د اسټرالیا پر وړاندې ووهلې.

۳ـ ډیویلرز: سویلي افریقا، ۱۶ شپږیزې، د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ په ۱۸مه یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ووهلې.

۴ـ کریس ګېل: ویسټ انډیز، ۱۶ شپږیزې، د ۲۰۱۵م کال فیبرورۍ میاشتې په ۲۴مه یې د زیمبابې پر وړاندې ووهلې.

۵ـ شین واټسن: اسټرالیا، ۱۵ شپږیزې، د ۲۰۱۱م کال اپرېل په ۱۱مه یې د بنګله‌دېش پر وړاندې ووهلې.

۶ـ انډرسن: نیوزیلنډ، ۱۴ شپږیزې، د ۲۰۱۴م کال د جنورۍ په ۱ یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ووهلې.

۷ـ پریرا: سریلانکا، ۱۳ شپږیزې، د ۲۰۱۹م د جنورۍ په ۵مه یې د نیوزیلنډ پر وړاندې ووهلې.

۸ـ مارشال: ویسټ انډیز، ۱۲ شپږیزې، د ۲۰۰۸م کال د اګسټ په ۲۲مه یې د کاناډا پر وړاندې ووهلې.

۹ـ روهیت شرما: هندوستان، ۱۲ شپږیزې، د ۲۰۱۷م کال د ډیسمبر په ۱۳مه یې د سریلانکا پر وړاندې ووهلې.

۱۰ـ کریس ګېل: ویسټ انډیز، ۱۲ شپږیزې، د ۲۰۱۹م کال فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه یې د انګلستان پر وړاندې ووهلې.