د اروپا د اتلولۍ کپ په ۲۰۲۰م کال کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله وځنډول شو او د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه پيل شو او دادی تېره شپه «د جولای په ۱۱مه نېټه» د ایټالیا فوټبال ملې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.
ددې کپ پایلوبې ته د ایټالیا ملې لوبډلې سره د انګلستان ملې لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې لوبه یو ـ یو مساوي شوه، خو وروسته په پینالټیو کې ایټالیا ملې لوبډلې بریا خپله کړه.
د انګلستان لپاره لوکو شاو د لوبې په ۲مه او د ایټالیا لپاره بیا بونوچي د لوبې په ۶۷تمه دقیقه کې ګولوهنه وکړه، چې وروسته ۳ پر ۲ په پينالټیو کې ایټالیا ملې لوبډلې اتلولۍ ته ځان ورساوه.
🇮🇹 Federico Chiesa, Ciro Immobile, Manuel Locatelli & Domenico Berardi 🏆#EURO2020 | #ITA pic.twitter.com/uByEXM9tqw
— UEFA EURO 2020 (@EURO2020) July 12, 2021
ددې کپ غوره لوبغاړي
۱ـ د پایلوبې غوره لوبغاړی د ایټالیا بونوچي وټاکل شو، چې خپلې لوبډلې ته یې ګولوهنه وکړه.
۲ـ ددې سیالیو ترټولو غوره لوبغاړی د ایټالیا ګول ساتونکی ډوناروما وټاکل شو.
۳ـ ددې سیالیو ترټولو ځوان لوبغاړی د اسپانیا پیډرو وټاکل شو.
۴ـ ددې سیالیو ترټولو ډېر ګولوهونکی د پرتګال کریسټیانو رونالډو د ۵ ګولونو په وهلو سره وټاکل شو.
🔝 5 goals in 4 games…
🇵🇹 Portugal forward Cristiano Ronaldo = EURO 2020 Alipay Top Scorer 👏#EUROTopScorer | @Alipay pic.twitter.com/OU9rLeSbjI
— UEFA EURO 2020 (@EURO2020) July 11, 2021
د اروپا د اتلولیو کپ او ګټونکي هیوادونه یې
دا کپ په هرو څلورو کلونو کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰م کال کې ترسره شو او پکې سوویټ اُونان اتلولي خپله کړه.
۱ـ سوویټ اُونان په ۱۹۶۰م کال کې
۲ـ اسپانیا په ۱۹۶۴م کال کې
۳ـ ایټالیا په ۱۹۶۸م کال کې
۴ـ جرمني په ۱۹۷۲م کال کې
۵ـ چیک سلواکیا په ۱۹۷۶م کال کې
۶ـ جرمني په ۱۹۸۰م کال کې
۷ـ فرانسې په ۱۹۸۴م کال کې
۸ـ ندرلینډ په ۱۹۸۸م کال کې
۹ـ ډنمارک په ۱۹۹۲م کال کې
۱۰ـ جرمني په ۱۹۹۶م کال کې
۱۱ـ فرانسې په ۲۰۰۰م کال کې
۱۲ـ ګریسي په ۲۰۰۴م کال کې
۱۳ـ اسپانیا په ۲۰۰۸م کال کې
۱۴ـ اسپانیا په ۲۰۱۲م کال کې
۱۵ـ پرتګال په ۲۰۱۶م کال کې
۱۶ـ ایټالیا په ۲۰۲۱م کال کې
🇮🇹 Tell us how this feels, Italy fans! 🥳@azzurri | #ITA | #EURO2020 pic.twitter.com/FY0q9dGT7P
— UEFA EURO 2020 (@EURO2020) July 11, 2021