کوم حقوق چې په اسلام کې مېرمنو ته ورکړل شوي دي له دې څخه يې نيمه سلنه هم افغانو ښځو ته نه دي ورکړل شوي. له خپل شته حقونو څخه بې برخې دي.
له بدهمرغه چې ناوړه دودونو ورڅڅه خپل حق اخيستی دی. هغه لويې ستونزې چې ښځې ورسره مخ دي لکه: ميراث، تعليم، ناوړه دودونه، د عقايدو غلط تفسير، اقتصادي ستونزې، محيطي ستونزې، باسواده ښځوته شک په سترګه کتل …
۱-ميراث؛
ميراث يوه پيچلې اساسي مهمه موضوع ده؛ چې موږ دلته يوازې دهغو خويندو يادونه کوو چې ځينې ورونه یې حق نه ورکوي. هغه شتمني چې له پلار څخه ميراث پاتې وي او دمور/ پلار له مرګ وروسته يوازې ورور دغه شتمني (ميراث) د خپل ځان حق بولي؛ چې خور يې يادونه هم نشي کولی او که چېرته خپل حق وغواړي نو ورور نه يوازې خپل حق نه ورکوي، بلکې د خپل کور څخه يې منع کوي، چې بيا ورته د خور په سترګه نه ګوري.
نارينه او ښځينه دواړه د يوه پلار اولاد وي. د ښځې لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی. چې ښځه مهر اخلی او هم دکور د مالي مصارفو مسووليت نه لري. په دې برخه کې زموږ په ټولنه کې زيات غفلت روان دی چې د خپلو خویندو او لوڼو حق څوک نه ورکوي.
۲- اقتصادي ستونزې؛
جنګ نا امني په اقتصاد هم اغېز ښندلی. د هېواد اقتصاد مو د جنګ قرباني ده. هره کورنۍ د اقتصادي کمزورۍ له امله نشي کولی چې د اولاد لګښتونه پوره کړي، چې زياتره بچيان يې د تعليم پر ځای درانه کارونه کوي. د نجونو ترڅنګ هلکان هم د زده کړو څخه بې برخې وي او هغه کورنۍ چې نیم ژواندی اقتصاد لري، بیا یوازې په هلکانو باندې زده کړي کوي. خو بیا هم نجوني له زده کړو څخه بې برخي پاتې کېږي. ځینې کورنۍ ښه پیاوړی اقتصاد لري خو د ښځو تعلیم ورته بې مانا ښکاري او وایې ښځه د پردي کور ده.
۳- کلتوري ستونزې؛
په ډېرو لرې پرتو سيمو کې په اکثره( پښتنو سیمو کې) بې سوادۍ له امله ډېری خلک خپلې لوڼې ښوونځي ته لیږل شرم بولي. دا هم پلمه نیسي، چې هلکان ښوونځی وایې نجونو ته اړتیا نشته، دا ډول خلک د خپل کهول او خپلوانو له پېغور څخه ډار او وېره لري، د دې ترڅنګ زیات داسې بهرنې عوامل هم شته چې د خلکو په زړونو کې یې له ښوونځي څخه کرکه پیدا کړې ده لکه: په کلیوالي سیمو کې د ښوونځي څخه د یوې نجلۍ بدنامه کېدل، په اقلیت کې په اخلاقي فساد اخته کېدل، د کور ټېلفون په ناسمه توګه کارول او په بعضې سیمو کې دهلکانو لخوا ازار ورکول دي.
۴- ناوړه دودونه؛
په افغانۍ ټولنه کې زياتره ځوانان د ناوړه دودونو قربانيان دي. چې دا بد رواجونه يې ژوند تیاره کوي، زموږ په ټولنه کې زياتره ناوړه دودونه لاهم شته او ځينې يې کم شوي هم دي.
بدو کې د نجونو ورکول، اجباري ودونه، لوړ ولور، نجونې بدل کې ورکول، تعليم حق ورنه اخيستل… هغه بد دودونه دي چې د نجونو ژوند يې تياره کړی دی. ځیني یې بیا په کور کې د لور پیدا کېدل شرم بولې او چا ورته د انسانیت نظر هم نه کړی دی، تر دې حده که کومه ښځه د حق د غوښتلو اقدام هم وکړي؛ هغې ته له نورو ښځو لخوا سپین سترګې او بې شرمه هم ویل کیږي؛ نو همدا لاملونه دې چې زیاته اندازه ښځې د ټولنیز ژوند له حقه محرومې دي او په همدې ټولنیزو حقونو کې د هغوی د زده کړې حق هم تر پښو لاندې شوی دی.
۵- چاپېریالي ستونزې؛
د عقايدو د غلط تفسير له امله یوه اندازه پوه او د علم خاوندان د ښځو د زده کړو پر وړاندې خپله ستونزې دي. په ښوونځیو کې د ځینو ښوونکو نااخلاقي چلند، د نجونو څخه د ناسمو اړیکو غوښتنې لکه په پوهنتونونو او دارالمعلمینونو کې، په قصدي ډول د نجونو ناکامول یا د اجباري واده غوښتنه او د هلکانو لخوا ځورول دي.
په زیاته اندازه داسې ښوونځي هم شته چې د هغوی موجوده شرایط او سر پناه او احاطي د دیوالونو نشتوالی دی چې نجونې نشي کولای خپلې زده کړې پرمخ یوسي.
۶-تعليمي برخه کې ستونزې؛
که څه هم له نړۍ سره د سیالۍ کونجي (کیلي) علم او ښوونیز جریان دی خو بیا هم زموږ د ټولنې لویه کچه اوسېدونکي له تعلیم محروم او د جهالت د بلا تر سیوري لاندې ساه اخلي.
د هرې ټولنې نیمه برخه ښځینه پوړ دی او د انساني ژوند یو لوی اړخ دوی دي مګر له دوی څخه د نورو حقونو په څېر د تعلیم کولو حق هم سلب شوی، زموږ ټولنه خو یې ژوندی مثال دی.
د دې ټولنې نجونې په ډېر اوچت هوډ له کوره وځي او تر بیا راتلو قدم په قدم د انسان نما حیوانانو له خوا ځورول کېږي او رنګارنګ چېلجونو راتېرېږي، چې دې هر څه ته جنګ او بې ثباتۍ لار هواره کړې ده، نو یو پلار هېڅکله خپله لور د زده کړو لپاره له کوره نه بهر کوي.
۷-با استعداده/ باسواده ښځوته د شک په سترګه کتل؛
ځينې با استعداده باسوادو ښځوته چې کولی شي، کور څخه بهر کار وکړي، ټولنې او هم خپلې کورنۍ ته خدمت وکړي، د ځينو نارينه له لوري باسواده با استعداده ښځو ته د شک په سترګه ګوري اجازه نه ور کوي، چې له کور څخه بهر کار وکړي. دوی د عقايدو د غلط تفسير د اغېز لاندې راغلي، او خپلو مېرمنو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي.