د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې فکر کوي چې طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده، خو نوموړي یو ځل بیا ټينګار کړی چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه لري.
خلیلزاد زیاته کړې چې افغانستان کې د جګړې سختېدو تمه یې درلوده، خو په پوځي ډګر د طالبانو تاوتریخوالي حیران کړی.
نوموړی وايي، طالبانو ویلي چې د ولایتونو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي، او که یې وکړل امریکا به د کړیو ژمنو حساب ورسره کوي او مسوول به یې بولي.
خلیلزاد داسې مهال د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو له لوري د بریدونو نه کولو ژمنې یادونه کوي چې تیره ورځ مسکو ته د طالبانو یوه تللي پلاوي وویل، چې پر ولایتي مرکزونو برید کول یا نه کول له امریکا سره د دوی د تړون برخه نه ده، بلکې په خبره یې دا یوه کورنۍ مسله ده.
په ورته وخت کې طالبانو دا هم ویلي هغه لیک چې د درې میاشتني اوربند شرایط هم پکې وه، د افغانستان حکومت ته یې ليږلی خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د طالبانو.په وینا، چې زياتره ولسوالۍ یې پرته له جګړې نیولي دي.
د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي شيخ شهاب الدين دلاور نن په یو خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې دې ډلې کابو درې مياشتې وړاندې يوه طرحه چې د يوه درې مياشتنې اوربند په ګډون پکې نورې غوښتنې هم شاملې وې، زلمی خليلزاد ته سپارلې وه څو یې د افغانستان حکومت ته ورسوي.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان له زندانونو د دې ډلې د پاتې بنديانو آزادول او د ملګرو ملتونو د نوملړ څخه د دې ډلې د مشرانو د نومونو لرې کول د طرحې اساسي شرایط وه.
د نوموړي په خبره د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د کابل په شمول به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې په دريو میاشتو کې هيڅ ډول نظامي عمليات نه ترسره کوي او همدا راز به د ولسواليو پر مرکزونو او د ګڼې ګونې په ځایونو کې بريدونه نه کوي، څو د سولې د خبرو پرمختګ ته لاره هواره شي.
د طالبانو په حواله زلمي خليلزد دا وړاندیز د افغانستان له حکومت سره شريک کړی وو خو حکومت هغې ته هیڅ پاملرنه ونه کړه.
دلاور په دې اړه زياته کړه: «ما شخصاً له ډاکتر عبدالله عبدالله وپوښتل چې د خليلزاد په لاس مو چې کوم وړاندیز در ليږلی وو، تاسې ته رسېدلی دی؟ هغه په ځواب کې وويل: «هو رسيدلی خو ما تر اوسه پرانيستی نه دی.»
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په دې اړه څه نه وو ويلي.
طالب پلاوي دا هم ویلي چې په تېرو کابو دوو میاشتو کې یې ۱۷۴ ولسوالۍ نيولي دي.
هیره دې نه وي چې نن د روسي خبري آژانسونو په حواله طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي او په دوحه کې د خبرو د بریا په صورت کې به خپل تهاجمي عملیات ودروي.
د طالبانو يوه پلاوي په مسکو کې نن له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې د احتمالي اوربند پر موضوع د بحث او خبرو خبر ورکړی دی.
د روسي خبري آژانسونو د راپورونو په حواله، طالبانو په قطر کې د سولې د خبرو د بریا په صورت کې د خپلو تهاجمي بریدونو د توقف یادونه کړې او زیاتوي چې له افغان حکومت سره هم پر احتمالي اوربند بحثونه کیږي.
طالبانو څو ورځې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت له پلاوي سره له اوږدې مودې ځنډیدلي د سولې مذاکرات بیا پیل کړي دي.
په همدې روانه اونۍ کې رویترز خبري آژانس هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې طالبان په پام کې لري چې د روانې میاشتې تر پایه پورې افغان حکومت ته د سولې خپل لیکلی پلان وړاندې کړي.