د طالبانو پلاوي روسیه کې په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې لویه برخه باندې یې کنټرول تر لاسه کړی چې د هیواد یو شمېر سرحدي سیمې یې هم نیولې دي.
طالبانو زیاته کړې، چې په افغانستان کې د دوی دغه پرمختګونه هیڅ کوم بهرني هیواد ته خطر نه دی.
افغان حکومت تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو مخکې یې د طالبانو دا ډول خبرې رد کړې وې چې ګواکې لسګونه ولسوالۍ یې نیولې دي.
افغان ځواکونو ویلي وو له ځینو ولسوالیو د جنګي پلان له مخې پر شا تللي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، د روسیې په بلنه څلور کسیز پلاوي چې مشري یې شهاب الدین دلاور کوي د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ترڅنګ یې د یو شمیر روسي چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
که څه هم د طالبانو د پلاوي مشر شیخ شهاب الدین دلاور ویلي، چې دوی د کوم بهرني هېواد لپاره به خطر نه وي خو د روسیې یو شمېر نظامي ادارو ویلي که چېرې د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله حالات خرابیږي نو دوی چمتو دي چې خپل عسکر ځای پر ځای کړي.
د طالبانو له خوا په افغانستان کې د تازه حملو سره په تېرو ورځو کې په سوونو خلک او افغان عسکر تاجکستان ته اوښتي چې ورسره په مسکو کې ویره پیدا شوې چې وسله وال طالبان مرکزي اېشیا ته ور داخل نه شي.
په ورته وخت کې طالبانو دا هم ویلي هغه لیک چې د درې میاشتني اوربند شرایط هم پکې وه، د افغانستان حکومت ته یې ليږلی خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
طالبانو دا هم ویلي، چې زياتره ولسوالۍ مو پرته له جګړې نیولي دي.
د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي شيخ شهاب الدين دلاور نن په یو خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې دې ډلې کابو درې مياشتې وړاندې يوه طرحه چې د يوه درې مياشتنې اوربند په ګډون پکې نورې غوښتنې هم شاملې وې، زلمی خليلزاد ته سپارلې وه څو یې د افغانستان حکومت ته ورسوي.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان له زندانونو د دې ډلې د پاتې بنديانو آزادول او د ملګرو ملتونو د نوملړ څخه د دې ډلې د مشرانو د نومونو لرې کول د طرحې اساسي شرایط وه.
د نوموړي په خبره د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د کابل په شمول به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې په دريو میاشتو کې هيڅ ډول نظامي عمليات نه ترسره کوي او همدا راز به د ولسواليو پر مرکزونو او د ګڼې ګونې په ځایونو کې بريدونه نه کوي، څو د سولې د خبرو پرمختګ ته لاره هواره شي.
د طالبانو په حواله زلمي خليلزد دا وړاندیز د افغانستان له حکومت سره شريک کړی وو خو حکومت هغې ته هیڅ پاملرنه ونه کړه.
دلاور په دې اړه زياته کړه: «ما شخصاً له ډاکتر عبدالله عبدالله وپوښتل چې د خليلزاد په لاس مو چې کوم وړاندیز در ليږلی وو، تاسې ته رسېدلی دی؟ هغه په ځواب کې وويل: «هو رسيدلی خو ما تر اوسه پرانيستی نه دی.»
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په دې اړه څه نه وو ويلي.
طالب پلاوي دا هم ویلي چې په تېرو کابو دوو میاشتو کې یې ۱۷۴ ولسوالۍ نيولي دي.