ولې مو درس نه زده کېږي او هر څه مو ژر له یاده وځي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ځینې کسان وایي چې درس مې نه زده کېږي او که یې زده هم کړم، ژر مې له یاده وځي، یعني تمرکز نه لرم.

د دې ستونزې د حل له پاره څه باید وکړو؟ په دې لیکنه کې یې زموږ د ټولنې له حالاتو سره سم هغه حل لارې ولولئ، چې د هغو کارونو کول تاسې ته ناشوني نه وي.

دا ستونزه نن ورځ په ډېری کسانو کې لیدل کېږي، چې وایي درس مې نه زده کېږي او که زده یې هم کړم، ژر مې بېرته هېریږي. چې د دې ستونزې لوی لامل زموږ د ټولنې ګډوډ حالت دی، چې د دې ټولنې اکثریت وګړي یې له ذهني نا ارامۍ سره مخ کړي.

د دې ستونزې د حل له پاره روان پوهان دا ډول نظر وړاندې کوي، چې استرس او اضطراب مو له منځه یوسئ اوپه مطالعه کې تمرکز ولرئ، د مطالعې وخت وټاکئ، یعنې په هر وخت کې چې ستاسې مغز ښه جذب کوی شي، هغه وخت کې مطالعه وکړئ.

داسې یو ځای کې مطالعه وکړئ، چې ارامه وي او تاسې یوازې د درس په اړه فکر وکړئ، یا درس او مطالعې له پاره باید یوازې او ارامه خونه ولرئ.

په داسې یوه خونه کې چې د کور ټول غړي ناست وي او خبرې کوي، هلته درس زده کول ناشوني دي، دا او دې ته ورته ډېرې نظریې وړاندې کوي، چې د هغو نظریو عملي کول زموږ په بې وزله ټولنه کې ناشوني دي، ځکه زموږ ډېری زده کوونکي او زده کړیالان د زده کړو تر څنګ کار کوي، په ژوند کې ډول ډول نورې ستونزې لري، چې نه شي کوی د درس له پاره یو وخت وټاکي هغه وخت چې دوی له کار څخه وزګاریږي، دوی درس وایي، نو ځکه ټاکلی وخت د مطالعې له پاره نه شي ټاکلی.

همدارنګه زموږ ډېری کسان له دوه وو زیاتې خونې نه لري، د کور ټول وګړي په یو خونه کې ژوند کوي، نو څنګه به وکولای شي، چې مطالعه په جلا او ارامه خونه کې وکړي، نو ایا دا ډول کسان به پرته له دې لارې د خپلې ستونزې له پاره حل لاره ونه لري؟

نه! دا سې نه شي کېدای داسې ستونزه نشته چې د حل لار و نه لري. دا منم چې د اروا پوهانو دا نظریې غوره او بریالۍ دي، خو زموږ د ټولنې له پاره غوره نه ګڼل کېږي. نو زما په اند زموږ په دود یوې ټولنې له پاره دا ډول انګېزه ورکول په کار دي.

موخه: کله چې مطالعه کوئ او یا درس وایئ، نو د ځان له پاره یوه موخه وټاکئ، دا درس ولې وایم؟ له دې مې موخه څه ده؟ څه مې په درد خوري؟ تر کومه حده یې باید و وایم؟

دا او دې ورته نورې پوښتنې دې له ځان سره پیدا او بیا دې ځواب کړي، بیا دې د هغو موخو له پاره هڅه وکړي، تر څو ځان خپلې موخې ته ورسوي.

زموږ ډېری ستونزې له دې امله دي، چې د ټولنې ډېری وګړي مو نالوستي دي، اقتصادي وضع مو ښه نه ده.

که دا موخه هر یو ولرو، چې درس وایم او د خپل علم په واسطه ځان له دې بد مرغیو ژغورم، نو خامخا به یې درس زده شي.

زه چې کله ښوونځي کې وم، پخواني ولسمشر حامد کرزي په رسنیو کې دا سپارښتنه په افغان ځوانانو او ماشومانو وکړه: (چې درس و وایي او جدي درس و وایي، ځکه موږ ډېر وروسته پاتې یو، که د نورې نړۍ ځوانان او ماشومان شپږ ساعته درس وایي نو افغانان یې باید دولس ساعته و وایي) د ولسمشر دا وینا به له هغې وروسته تل راته یادیده او په هر ډول ستونزمن حالت کې به مې خپل درس ویلې او هڅه مې کوله.

له مطالعې سره مینه: که هر کار په علاقه وشي، هغه کار بریالی دی. هغه وخت چې یو انسان له کتاب سره مینه ولري له زده کړې سره مینه ولري، کله چې مطالعه پیل کړي، له زړه یې ټول تشویشونه لیرې کېږي، بیا یې په وجود کې د استرس او فشار نښه هم نه لیدل کېږي.

که یو کس له کتاب سره مینه ولري او هغه په علاقې سره ولولي، کتاب خپل نږدې ملګری وګڼي، هغه مهال نه وخت پرې اغېز کوی شي او نه هم چاپیریال، ځکه دا یوازې له خپل نږدې ملګري سره خبري کوي او وخت او چاپیریال ورته ارزښت نه لري، چې څوک څه کوي او څه وایي.

ما خپله د کانکور په دوره کې په داسې یوه چاپیریال کې درس ویلای، چې هم به د کورنۍ ټولو غړو خبرې کولې او هم به تلویزیون چلان وه، خو پر ما یې ځکه هېڅ توپیر نه وه، چې ما د درس ویلو له پاره موخه درلوده او له کتاب سره مې مینه وه.

نو که له درس ویلو څخه موخه ولرئ او له کتاب سره مینه وکړئ، خامخا به مو درس زده شي او هغه درس چې په علاقه وویل شي او ډېر تکرار شي هغه ژر هېریږي هم نه.