اصغر: د راشد تر کپتانۍ لاندي به د ملې لوبډلې د بریاوو لړۍ روانه وي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په دریو واړه فارمټونو کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان، په شل اوریزه سیالیو کې د ملې لوبډلې نوي ټاکل شوي لوبډلمشر راشدخان ارمان ته مبارکي ویلې.

اصغر افغان پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې او ټویټرپاڼې ویلې، راشدخان یوازې د هیواد نه؛ بلکې د نړۍ د غوره لوبغاړو څخه شمېرل کیږي او د هیواد لپاره یې ویاړونه راوړې دي.

اصغر زیاته کړې، که خدای کول د راشدخان تر کپتانۍ لاندي به د افغانستان ملې لوبډلې د بریاوو لړۍ همداسي روانه او مداومه وي.

هغه لیکلې:

«ډیر قدرمن ملگري او غښتلي ملي اتل راشدخان ته دې د شل آوریزې ملي لوبډلې د کفتانۍ اعزاز مبارک وي. راشدخان نه تنها ددې هیواد بلکه د نړۍ له غوره لوبغاړو شمیرل کیږي او گران هیواد ته یې بې شمیره ویاړونه راوړي دي .که خدای کول د نوموړي تر کفتانۍ لاندې به د گران افغانستان د بریاوو لړۍ همداسې روانه او مداومه وي.ان‌شاالله.»

 

 

 

د ملې لوبډلې تازه ټاکل شوي لوبډلمشران

 

افغان کرکټ بورډ یوه میاشت وړاندې هشمت‌الله شهیدي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکه او ترڅنګ یې رحمت‌شاه زرمتي د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.

یاده خبرپاڼه کې د اصغر افغان په اړه ویل شوي وه، چي د  افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه، چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې، ترڅو افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.

یاده خبرپاڼه کې راغلي وه، چې په همدې موخه، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتي د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.

ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي وه، د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي، خو پرون سې شنبه یې راشدخان د ملې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه او نجیب‌الله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.