که ماهي/ کب دغه پنځه نښې لرلې، له خوړلو يې ډډه وکړٸ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه/
چينايي”سوهو اېنک” کاروونکى پورتال د پنځه ډوله ماهي/ کب يادونه کړې، چې بايد ونه خوړل شي.
موږ او تاسې ټول پوهېږو چې د کب کارول ډېره ګټه لري. د کبانو ډېر ډولونه د مغذو موادو لرلو په خاطر بدن/ سلامتيا ته ګټه رسوي او ښه خوند لري، خو دلته تاسې ته پنځه هغه نښې در پېژنو چې که کب یې ولري، خوړل يې د ځينو لاملونو له مخې نه توصيه کېږي.
د دې مقالې ليکونکي څرګندوي چې کبان بدن ته ډېر ګټور مواد لري. سره له دې، د ساتلو په صورت ډېر ژر خرابېږي، خپل خوند او مزه له لاسه ورکوي او مضر خواص پيدا کوي.
پر دې سربېره، ډېرى پلورونکي، څرنګه چې دې پورتال کې يادونه شوې، د خوسا شويو کبانو د پلورلو په هڅه کې دي. نو، دلته تاسې ته دا پنځه نښې درپېژنو.
– لومړى بايد د کب سترګو ته بايد پام وشي. که د کب سترګو ځلا نه درلوده او تياره تر سترګو کېدلې، دا په دې مانا چې دا محصول د ډېر وخت لپاره ساتل شوى. د ليکوالانو په وينا د دې کبانو خوړل روغتيا ته مضر دي.
– همدارنګه ويل شوي، چې د اخيستلو پر وخت، باید کب په ګوته زور کړو. که کب الاستيک/ کشش لرونکى وو، دا د محصول د تازه والي ښودونکى دى، پرته له دې، ښه ده چې له اخيستلو او پلورلو ډډه وکړٸ.
– دې لپاره چې د کب تازه والى معلوم کړٸ، کولاى شٸ د کب د سږو اوبه وګورئ. که د سږو اوبه تورې او سرې نه وې، نو کب تازه نه دى، خو ليکونکي سپارښتنه کوي، چې د روښانه اوبو او سره وينه لرونکو اوبو کبان اخيستلاى شٸ.
– پر دې سربېره، پېرونکو ته سپارښتنه کېږي، چې د کب لکۍ باید روغه او یوه ټوټه اوسي. د دې برخې نشتون او يا نقص/ مات والی ممکن د ناروغ کب ښودونکى وي، چې د خوړلو په صورت کې بدن ته زيان رسولى شي.
– سره له دې، ليکوال يادونه کوي، چې تازه محصول د بوی تینا( بوټي) او فلس بوی لري او ځنډېدلى کب يو ډول خاص بوى لري. د پورتال کاروونکي ګواښ کوي، چې دا ډول محصول حتا د زيات تخفيف سره سره بيا هم د پېرلو ارزښت نه لري.