د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپاچونکي او شل اوریزه سیالیو کې نوي ټاکل شوي لوبډلمشر راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، دا یې دنده، ترڅو د خپل هیواد او ټیم لپاره خدمت وکړي.
راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې ویلې، دا د افغانستان درې رنګه بیرغ دی، چې ماته یې د راشدخان نوم راکړ او اوس زما دنده ده، چي د خپل هیواد او خپلې لوبډلې لپاره خدمت وکړم.
I’m a great believer that a captain is as good as his team. It is Afghanistan 🇦🇫 that gave me the name RASHID KHAN & it is my duty now to serve my country & my team. Thank you @ACBofficials for the trust & believing in me. It is a dream journey & my fans support will be the key.
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) July 6, 2021
د لوبډلمشر په توګه د راشدخان ټاکل
راشدخان ارمان د افغان کرکټ بورډ له لوري نن سې شنبه په شل اوریزه سیالیو کې د نوي لوبډلمشر په توګه او نجیبالله ځدران یې بیا د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.
افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، راشدخان د کرکټ نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د هغه تجربو، کاکردهګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.