د رحمت‌شاه کلیزه، لوبې یې او د ICC له لوري یې ستاینه

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او د نامتو توپوهونکي رحمت‌شاه زرمتي نن د جولای میاشتې په ۶مه نېټه ۲۸مه کلیزه ده.

په ټیسټ سیالیو او یوورځنیو لوبو کې ملې لوبډلې ته ټاکل شوی تازه مرستیال لوبډلمشر «رحمت‌شاه» د ۱۹۹۳م کال د جولای میاشتې په ۶مه نېټه د هیواد په پکتیا ولایت کې زېږېدلی.

 

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د رحمت‌شاه زرمتي ستاینه

 

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي رحمت‌شاه زرمتي ته پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د کلیزي مبارکې ورکړې او ددې ترڅنګ یې ستاینه هم کړې.

دې شورا لیکلې، چې رحمت‌شاه زرمتي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره لومړنی لوبغاړی دی، چې په ټیسټ سیالیو کې یې سلیزه وهلې ده.

هغه یاده سلیزه د ۲۰۱۹م کال په سیپټمبر میاشت کې د بنګله‌دېش کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ووهله.

 

 

د رحمت‌شاه لوبې

 

رحمت‌شاه په ۲۰۱۳م کال کې د ملې لوبډلې سره یوځای شو، چې لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه یې د ۲۰۱۳م کال د مارچ میاشتې په ۶مه نېټه د سکاټلینډ پر وړاندې ترسره کړه.

لومړنۍ ټیسټ لوبه یې د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د هند ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.

رحمت‌شاه تر دې دمه پورې ۵ ټیسټ، ۷۶ یو ورځنۍ، ۱۹ فرسټ کلاس او ۱۲۱ یې بیا لیست اې لوبې ترسره کړې دي.

هغه په ټیسټ سیالیو کې ۳۰۴، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۴۶۷، په فرسټ کلاس لوبو کې یې ۱۰۹۱ او لیست اې لوبو کې یې بیا ۳۸۵۰ منډې جوړې کړې دي.