نجونې ولې خپل اصلي عمر/ سن پټوي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 

معمولا نجونې نه خوښوي چې څوک یې د سن په اړه پوښتنه ترې وکړي یا دوی سم ځواب ورکړي. د دوی د اصلي عمر معلومېدل او د خلکو ترې خبرېدل، دوی ته یوه خواشینوونکې پېښه ده. ننګ یې ګڼي او اروايي ځور سره مخ کېږي. حال دا چې عمر هغه شمېره ده چې بدلون او لوړېدل یې د هېڅ انسان په خپل واک کې نه دي. سن لوړېدل نجونو ته هېڅ ډول عیب نه دی. عیب دا دی چې دوی ته پرله‌پسې تلقین کېږي چې سن باید پټ وي او شرم یې وګڼي.

سن یوازې یوه شمېره ده!

نجونې ولې خپل سن پټوي؟

ځکه ډېرې نجونې له دې ډارېږي چې مجردې پاتې او زړې نشي. ډېری نارینه غواړي له هغو نجونو سره واده وکړي چې عمر یې تر دوی کم وي. او دا مسئله هغو نجونو ته جدي عاطفي ګواښ دی چې د واده کولو هوډ یې کړی. د خلکو تر منځ عادي خبره دا ده چې ښځه باید تر خپل خاونده څو کاله کشره وي. نا عادي خبره ورته دا برېښي چې مېرمن مشره او خاوند کشر وي. سره له دې چې دا د واده معیار نه دی. که چېرې معیار سن وی، کم عمره نجونو به یوې هم د خاوند ژوند نه ورخراباوه او بر عکس پوخ عمر لرونکو به د خاوند ژوند ورتریخاوه. د لوړ عمر لرونکې مېرمن حضرت بي بي خدیجه رض او حضرت محمد ص دی چې خورا سني تفاوت یې لاره.

د فرانسې ولسشمر ایمانویل مکرون تر خپلې مېرمنې ۲۴ کاله وړوکی دی.

ولې د تندي هره کرښه دوی ته عیب دی؟

حال دا چې د تندي خطونه یې د اوږد عمر د ډېرو تجربو پایله ده. د هغو منډو ترړو او هلو ځلو پایله یې ده چې د ځان او بل د ژوند رغاونې لپاره یې کړي. ایا دا سرګردانۍ د شرمېدو وړ دي!؟

ولې باید د عمر کم ښکاره کولو په پار او د لږ جذابیت په موخه خپل مخ کې لس ځایه ستنې ننباسي یا یې څېرې او بېرته وګنډي!؟

ټوله خبره په هغه وېره کې ده چې دوی نه دي پرې برلاسې شوي. وېره هغه وخت له مینځه ځي چې پرې وردانګل شي او مقابله ورسره وشي.

د عمر له دې ننګ ګڼلو سره یوازې یو ځل مقابله پکار ده. اړتیا نشته چې نجونې خپلې پېژندپاڼې پټې وساتي یا خپل سن تل ۱۸ وښيي؛ ځکه سن نه پټېږي. که هر څومره هم ځان ځوان وساتي نارینه او ښځینه دواړه د زړښت نښې پیدا کوي. زړښت د ویاړ خبره ده د شرم نه ده.

په عمر زیاتېدو سره عقل زیاتېږي، فکر پراخېږي، تجربې زیاتېږي.

د انسان لپاره دروني ښايست پکار دی. هغه ښکلا رابرسېره کېدل پکار دي چې د مخ د ګونځو تر شا پټه شوې ده.

هېڅوک دا ټاکنه نشي کولی چې په کوم سني پړاو کې ځای پر ځای ودرېږي او چېرته یې ادامه بټنه ووهي. باید د خدای له ورکړي عمر نه منندوی واوسو او تل ووایو: زما خپله څېره ښه اېسي، پر ما خپل سم خوی ګران دی، ماته تر ښایسته معنویات مهم دي…