د پرديو فرهنګونو دودېدو ځینې کسان جګړې ته هڅولي

سپینه تجريدي ډیزاین
افغانستان هغه هیواد دی، چې تر ډېره له بیګانه فرهنګونو څخه اغېزمن دی او دا اغېزې ورځ تر بلې زياتیږي – داچې ډېری افغانان د پردیو فرهنګونو د دودېدو پروړاندې حساس دي او پر وړاندې یې بېلابېل غبرګونونه ښیي، دا چې څه ډول غبرګون ښیي او دا غبرګونه زموږ د ټولنې لپاره څومره خطرناک دي،پ ه دې لیکنه کې يې ولولئ–
زموږ ټولنه یوه ډېره حساسه ټولنه ده، د پردیو فرهنګ منل ورته ناممکن ښکاري، په تېره بیا داسې مسایلو کې چې مذهبي اړخ ولري او یا یې زیان دین ته وي. پر دې سربیره هغه څه چې د پښتنو د دودونو خلاف وي د هغو شیانو پر وړاندې هم زموږ ټولنه ډیره حساسه ده. نو ځکه د نورو فرهنګونو په وړاندې غبرګون ښیي ډیری وخت دا غبرګونونه په تاوتریخوالي اوړي هغه کسان چې په کلیو کې ژوند کوي، کله چې ښار ته راشي او په ښار کې د ښار د خلکو جامې وویني چې د نورو فرهنګونو نه راغلي او د نورو جامې او سټایلونه وهي، نو پر وړاندې یې سخت غبرګون ښیي. دوی ته د ښار خلک داسې ښکاري لکه له خپل دین او فرهنګ څخه چې منحرف شوي وي، چې له امله یې د ښار له خلکو سره حساسیت پیدا کوي او کرکه ترې کوي. کله کله دا حساسیت او کرکه تر دې حده رسیږي چې د کلي خلک له وسله والو مخالفینو سره وسله واخلي او جګړې ته مخه کړي.
ډیر کله مې لیدلي چې د کلي خلک د ښار د خلکو څخه پر دې کرکه کوي چې د ښار خلک د هندوانو، ترکانو او غربیانو په څیر جامې اغوندي او یا هم د هغوی نور کړه وړه ترسره کوي. دوی داسې انګیري چې ورځ تر بلې زموږ په ټولنه کې پردی فرهنګ دودېږي او زموږ خپل فرهنګ د منځه تللو په حال کې دی، له دې سره د خپل دین پر وړاندې هم خطر ویني او د دې هر څه مسوول دولت ګڼي؛ نو ځکه دې ته هڅیږي چې جګړې ته مخه کړي. په کلیو کې چې د ځینو وسله والو مور یا خور ګوری نو هغوی هم د خپل وسله‌وال ورور او زوی له کارونو ملاتړ کوي او په حقه یې ګڼي دلیل یې هم همدا وي چې په هېواد کې بې دیني زیاته شوې او ورځ تر بلې زموږ هېواد کې د کفارو کړنې ترسره کېږي او ترې اغېزمن کېږي. په دې اړه عبدالکریم خُرم هم په خپل کتاب څلویښت کاله په توفان کې خپل نظر وړاندې کړی چې زموږ رسنۍ ټوله ورځ د پردي فرهنګ د دودېدو هڅه کوي او داسې څه خپروي چې زموږ د دین او کلتور خلاف دي چې د رسنیو دا ډول کړنې جګړې ته لار هواروي او د جګړې د زیاتېدو لامل کېږي.
همدارنګه خُرم په دې اثر کې د حامد کرزي نظر هم راخیستی چې ویلي دي:
( همدا رسنۍ دي چې د نورو فرهنګونه په ټولڼه کې دودوي، چې له امله یې خلک جګړې ته هڅېږي او جګړو ته لاره هواروي).
زموږ ټولڼه عنعنوي او حساسه ټولنه ده د نورو فرهنګ نشي منلی خصوصا هغه چې زموږ د دین خلاف وي، نو ځکه اړینه ده چې رسنۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې ټکو ته پام وکړي ترڅو له دې لارې خلک جګړې ته و نه هڅېږي او جګړې ته لار هواره نشي. په حساسو او عنعنوي ټولنو کې باید دولت او رسنۍ دې مسایلو ته پاملرنه وکړي ترڅو د خلکو له غبرګون سره مخ نشي او تر څنګ یې د فساد مخنیوی هم وکړي.
دا او دې ته ورته ډیرو نورو مسایلو ته که پام وکړو دا به راته څرګنده شي چې د پردیو فرهنګونو دودېدل د نورو مسایلو تر څنګ جګړې ته  هم لاره هواروي او ډېری کسان یې هڅولي چې د جګړې میدان ته ورودانګي.