ښځې چې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، دوی د زده کړو او ښه ژوند حق لري، خو ځينې بدمرغه دودونه يې د زده کړو او دژوند دښه والي خنډ شوي دي.
افغانستان کې ډېرى نجونې د پوهې له رڼا بې برخې دي او دغه حق نه دی ور کړل شوی.
نړیوال بانک ویلي دي چې د زده کړو په سکتور کې پر زياتې پانګونې سربېره په زرګونه ښوونځي مناسبې ودانۍ نه لري او د اټکل له مخې ۳،۷ میلیونه هغه ماشومان چې بايد ښوونځيو ته ولاړ شي همداسي پاتې دي.
د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت د خپرو شويو معلوماتو له مخې چې په افغانستان کې تر ۵۰۰۰ زیات ښوونځي د ګټې اخيستې وړ ودانۍ، چاردیوالي، د څښاک پاکې اوبه او تشنابونه نه لري.
په کابل کې د ۱۲مې تعليمي حوزې مسوول ناصر احمد ملا زاده، ویلي دي: «د تعلیم له پاره مهم عناصر ودانۍ، تجربه لرونکي استادان او اړونده مواد دي، که چیرې موږ ودانۍ ونه لرو، دغه دوه عناصر ضايع کېږي.»
د ښوونې او روزنې وزارت د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې تر ۴۵۰ زیات ښوونځي تړل شوي او یا ورته زیان اوښتی دی، چې په پایله کې ۳۰۰ زره زده کوونکي له زده کړو پاتې شوي دي.
کیرالي په خپل بلاګ کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی دی لیکلي دي چې په ښوونځیو کې شامل شوي زده کوونکي ډېر څه ځکه نه زده کوي، چې تر یوه حده ښوونکي اړین مهارتونه او پوهه نه لري. د هغه په خبره د ۲۰۱۳م کال ارقام ښيي چې ۹۳ سلنه هغه افغان ماشومان چې لس کاله عمر لري او تر ابتدایي ښوونځي فارغ شوي ساده متن نشي لوستلی. د هغه په خبره دغه څه د سویلي اسیا له اوسط څخه لوړ دی چې ۵۹ سلنه دی.
نړیوال بانک وایي چې افغانستان باید خپله حکومتولي د تعلیم په برخه کې د بوديجې په لګښت کې د شفافیت رامنځ ته کولو، معلمانو د جذبولو او د وړتیا له مخې پر دندو ګمارلو سره غښتلي کړي.
زموږ مقدس دين او د افغانستان نافذه قوانينو ښځو ته د اسلامي شريعت په رڼا کې د زده کړو او پوهې حق ورکړی خو لا هم هغه مفکوره د خلکو له ذهنونو پاکه نه ده چې وایې: (ښځه یا د کور ده یا د ګور)
دغه مفکوره تر ډېره په لرې پرتو سيمو کې پياوړې ده چې حکومتي واک پکې ځواک نه لري مشران يې خپله د علم له نعمته بې برخې وي.
د نجونو د زده کړو په وړاندې خنډونه جوړول د افغاني ټولنې د هغه دود زېږنده ده چې تر پخوا یې لري.
که څه هم زده کړې زموږ د جنګ ځپلي هېواد په ژمنتيا کې لومړيتوب لري، خو لومړيتوب نه دی ورکړل شوی او همېشه ورته تر نورو برخو په کمرنګه ډول کتل شوي دي.
(کیلي) علم او ښوونیز جریان دی خو بیا هم زموږ د ټولنې لویه کچه اوسېدونکي له تعلیم محروم او د جهالت د بلا تر سیوري لاندې ساه اخلي.
د هرې ټولنې نیمه برخه ښځینه بشپړوي او د انساني ژوند یو لوی اړخ ښځې دي مګر له د دوى د نږر حقونو په څېر د زده کړو حق هم اخيستل شوى، چې زموږ ټولنه یې ژوندی مثال دی.
د دې ټولنې نجونې په ډېر اوچت هوډ له کوره وځي او تر بیا راتلو قدم په قدم د انسان ډوله حیوانانو له خوا ځورول کېږي او له رنګارنګ چېلجونو راتېرېږي، چې دې هر څه ته جنګ او بې ثباتۍ لار هواره کړې ده.
د همدا ډول کسانو له ډاره یو پلار زړه نشي ښه کولای چې د زړه ټوټه لور یې د علم څراغان ښار ته پل واخلي، په خاصه توګه یو پښتون پلار چې تل خپلې ځوانې لوڼې تر وادولو په ځان بوج بولي چې خدای مکړه د عزت…
نو ويلای شو که چېرته په هېواد کې دغو ستونزو ته پاملرنه ونه شي، نو نجونې به بې تعليمه پاتې شي، نيمه ټولنه به د علم څخه بې برخې وي، د ماشومانو سمه روزنه به نشي کېدلای، ښځې به د خپلو حقوقو، خاوندانو، مور او پلار له حقونو، د اولاد د روزنې مسووليت څخه ناخبره پاتې شي، په ټولنه کې به کورنۍ شخړې او تاوتریخوالی زیات شي.
خو که چېرته امنیت لپاره کار وشي، نجونو لپاره په هره سيمه کې ښوونځي جوړ، ښځينه ښوونکي وګمارل شي، ديني علما، قومي مشران، والدين او د پوهنې وزارت مرکزي او ولايتي ادارې په اخلاص د نجونو لپاره په تعليمي ماحول برابرولو کې رغنده ګامونه اوچت کړي، نو د نجونو لپاره به مناسبه زمينه برابره شي. د ټولنې د اړتيا وړ رشتو کې به نجونې وروزل شي او په هر کور او کلي کې به ښځينه پوړ تعليم يافته او د راتلونکي نسل سالمې روزنې لپاره ښه زمينه برابره شي.