ژباړه: حماد هلال
که د خپل کار سره مینه نلرئ، داسې لارې شتون لري چې هغه درته د زغم وړ کړي.
موږ ټول دې سره مخ شوي یوو، چې د کوم کار څخه کرکه وکړو یا زموږ په ملګرو او کورنۍ کې داسې کوم شخص مو لرلو، چې د خپل کار سره یې منیه نلرله. د کمو حقوقو ترلاسه کول، بد خويه رئيس، کاري ستړیا او داسې نور ډېر دلایل شته چې د کار څخه ناراضه کېدو لامل ګرځي. د کار څخه نارضیتي کولای شي، په رواني روغتیا، بدني روغتیا او په ټوله کې په روغتیا اغېز ولري.
ولې خپلې دندې سره مینه نلرو؟
کار زموږ د ژوند د پاملرنې وړ برخه تشکلوي، ولې زموږ څخه ډېری خپل کار سره مینه نلري؟ څو دلایل شتون لري، چې د کار څخه ناراضه کېدو لامل کېږي.
کم حقوق او لږه ګټه، بد رئیس، ناسم کاري فرهنګ، کمزورې اړیکې، ډېر واټن او فشار، ډېر کاري ساعتونه، ضعیف فعالیتونه، د کار سره لږه بلدتیا او ډېر غوښتنه.
ډېری خلک په هغو د لایلو له خپل کار څخه کرکه لري، چې امکان لري هغه دلایل د کار ډول یا د کار ځای وي. موږ ډېری د خپلو ملګرو، کورنۍ او حتا همکارنو څخه اورو چې د خپلو دندو څخه شکایت کوي. خو دا فقط تاسو او هغوی پورې تړلې نده.
په ۲۰۲۰ م کال یو ریپورټ کې د امریکا ۴۰ سلنه کارکوونکو د کرونا ناروغۍ له امله د خپل کار کیفیت په اړه بدتر خبر ورکړی وو. د ۲۰۲۰ م کال څېړنې ښايي چې ۴۴ سلنه خلک له خپل کار څخه ناراضه دي. د ۲۰۱۹ کال ګالوپ یوه سروې خبر ورکوي، چې ۴۴ سلنه امریکایان په منځنیو دندو بوخت دي او ۱۶ سلنه وايي چې خرابه دنده لري.
همدارنګه دې څېړنو خبر ورکړی، چې د ژوند کیفیت د کار کیفیت سره نږدې اړیکې لري. یا په بل عبارت د کار سره مینه نلرل، مو د ژوند په نورو برخو اغېز پرېږدي.
ایا د کار څخه نارضیتي په روغتیا اغېز لري؟
د کار سره مینه نلرل امکان لري، ستاسو د فشار او اندیښنې سبب شي. په استنفورد کې یوې څېړنې ښودلې ده، چې د ۵ څخه تر ۸ سلنه د امریکایانو روغتیايي لګښتونه د دوی شرکتونو چلند څرنګوالي پوره تړاو لري. د هغه کار څخه نارضیتي چې دنده پکې مخ ته وړې په ذهني او بدني روغتیا اغېز لري چې ځيني لاندې دي:
د وزن کموالی او ډېروالی، پرلپسې ناروغۍ، د معدې ستونزې، بې خوبي یا نورې ستونزې، سردرد یا عضلاتو درد، د وینې لوړ فشار، ستړیا او اضطرب. که د خپل مسلک څخه راضي نه یاست نو د ژوند پایښت لپاره مو څو قدمه واخلئ، ترڅو فشار مو کم شي او د نورو روغتیا ستونزو څخه په راتلوونکې کې مخنیوی وکړئ.
ولې ډېر خلک استعفاء ورکوي؟
که دندې پرېښودل اسانه کار وو، نو ټولو هغو کسانو به نن استعفا ورکړې وه، چې د خپل مسلک یا کار څخه راضي ندي. ډېر دلایل شتون چې د دې لامل ګرځي ترڅو خلک پخپله دنده یا مسلک کې پاتې شي.
پیسې: که دندې څخه استعفا ورکړې، نو څنګه به خپل مصارف پوره کی؟ د یو حقوقي مشارو سره ناست د دې لامل ګرځي ترڅو ډېری هغه خلک چې د خپل مسلک سره مینه نلري، هغه مسلک پرې نږدي.
د نورو چانسونو نشتون: هغه دندې چې تاسو ته جذابې دي، که شتون ونلري، نو بیا باید ولې استعاف ورکړئ؟ د ندو د کمبود سربېره د ندو غوښتوونکي او سیالان ډېر دي.
ګټې: په هغو هېوادنو کې چې د کارکوونکو لپاره روغتیايي بیمه اخلي، د هغې دندې پرېښودل چې بیمه ولري یو خطر دی.
د امنیت احساس: د هغو نا پېژندل پېښو پېښدل چې وروسته له استعفا ممکن پېښې شي، ډېری خلک له دې کار څخه پېښمانه کوي.
د هغو خلکو لپاره څو ټکي، چې د خپل مسلک یا دندې څخه کرکه لري
که د خپل مسلک، رئیس، شرکت یا بل هرڅه په خپله دنده کې ناراضي یاست، نو څه کولای شې؟
د همکارانو سره اړیکه ټينګه کړئ
د کار په ځای کې د ملګري پيداکول، فقط د اړیکو جوړولو په پار ندي، که څه هم دا مسله ځيني وختونه تاسو سره مرسته کوي. د همکارانو سره په سالم ډول اړیکې جوړول امکان لري، کار ستاسو لپاره جالب او با معنا کړي. د خپل همکار څخه وغواړئ، چې د غرمنۍ لپاره د باندې لاړشئ یا په قهوه څښلو سره لږې خبرې وکړئ.
ستونزې وپېژنئ او دهغې د جبران او اصلاح هڅه وکړئ
په بېړه د هر ډول پریکړې نیولو څخه وړاندې، اصلاح په نظر کې ونیسئ. که کولای شئ، هغه ځانګړي مسایل چې د کار په ځای کې ستاسو د فشار او ناراحتۍ لامل شوي، هغه وپېژنئ او د جبران لپاره یې قدم پورته کړئ. د یو همکار سره ستونزه لرئ؟ د هغه سره د لیدنې لپاره وخت ځانګړی کړئ او خبره ورسره وکړئ. تاسو نه پوهېږئ چې له تاسو څخه څه تمه کېږي؟ د خپل رئیس څخه وغواړئ، چې ستاسو دنده درته په وضاحت سره تشریح کړي. په ممکن ځایونو کې د مثبتو بدلونو راتلل، امکان لري د کار په ځای کې ستاسو د خوشالۍ لامل شي.
ځان ته د اصلاح لپاره وخت ورکړه
که تازه مو دنده پیل کړي وي او پکې خوشال نه یاست، نو دهغې پرېښودل د وسوسو انګېزه ده، مګر بېړه مکوئ. د یو نوي چاپيریال سره جوړښت، د دندې زده کول او د همکارانو سره بلدتیا کولی شي، ستاسو نظر د خپلې دنده په اړه بدل کړي، نو په دې اساس په تېزۍ سره د دنده له پرېښودو وړاندې هغې ته یو بل چانس هم ورکړئ.
له کار څخه بهر ستاسو د هوساینې لپاره ګامونه واخلئ
ځيني وخت داسې ناراحتۍ شتون لري، چې دنده دهغې لامل ګڼو، خو مسله له دې هم جدي وي. د فشار، ضطراب او ناراحتۍ د اصلي دلایلو په اړه مو فکر وکړئ. د یو ملګري یا ارواپوه سره خبرې کولی شي، مرسته درسره وکړي، ترڅو د کار په ځای کې یا بهر مثبت تعییرات منځته راړوئ.
که ستونزه دا وي، چې کار مو تاسو نشي بډایه کولی، نو د کار څخه بهر ځان ته ذهني ارمتیا پيداکړئ. نوي ملګري یا نوي ځای ته چکر کولی شي، د کار څخه پاتې دې کوچنۍ خلا په ډکولو کې درسره مرسته وکړي.
نوې اړیکې جوړې کړئ
د نوښت یوه تګلاره چې کولی شئ، په هغې کار وکړئ د اړیکو جوړول دي. د ناظرانو، همکارانو او پېرودنکو سره اړیکې جوړول کولی شي، ستاسو د راتلوونکې دندې پيداکول کیلي اوسي. تقریباً ۶۰ سلنه دندې له همدې طریقې پيداکېږي. د خلکو سره خبرې وکړئ او د هغه سره خپل کار ت او ویزیت بدل کړئ. امکان لري، یوه ښه اړیکه دیو غوره چانس پيدا کېدو لامل شي.
له خپل ټولګې( مسلک یا دندې) څخه استعفا ورکړئ
امکان لري، هغه وخت راشي چې د کار څخه استعفا ورکول مو یوازیني انتخاب اوسي. د استعفا ورکول وخت دا دی:
که هره ورځ په وېره او جبر دکار ځای ته تللو لپاره د خوب څخه پورته کېږئ.
که راتلوونکی او پرمختګ په دې کار کې نګورئ.
که ستاسو ذهني او بدني روغتیا په نظر کې نه نیول کېږي.
که دلته پاتې کېدو او غوره کار کولو لپاره مو ټولې لارې ازمایلې وي.
د دې په ځای چې د رئیس دفتر ته په چغو او هجوم سره لاړشئ، چې زه استعفا ورکوم، غوره ده چې په ارامه خپله استعفا ولیکئ او په هغې کې خپل ځای ناستی په ګوته کړئ او هغې ته زده کړئ ورکړئ.
په یاد ولرئ: امکان لري، نوي ځای کې د معرفت نامې ( علم الخبر) ته اړتیا ولرئ یا ممکن ستاسو د نوې دندې دفتر وغواړي د پخواني دفتر سره مو اړیکه ټينګه کړي، نو ځان پسې وروسته خرابۍ مه پرېږدئ.