دا منو چې ښځې د نارينه وو په پرتله اږود ژوند کوي، خو دا خبره هم باید ومنو چې ښځينه د نارينه وو په پرتله ژر زړېږي.
په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د نارينه وو په پرتله د ښځينه وو د ژر زړښت د لاملونو په اړه معلومات درکړم. د لیکنې تر پایه مې ملتیا وکړئ.
لومړی: ښځې د نارينه وو په پرتله ډېره اندېښنه کوي
په ټولیز ډول ښځينه د نارينه وو په پرتله د ژوند د ټولو چارو او ستونزو په اړه ډېره اندېښنه کوي، نارينه هم تر يوه بریده د ژوند د چارو او ستونزو لپاره اندېښنه کوي خو ښځينه د نارينه وو په پرتله ډېرې حساسې دي او د هرې ستونزې او د ژوند هر کړاو په اړه اندېښنه کوي چې همدا اندېښنه د ژر زړښت لامل کېږي. نو که نه غواړئ چې له ژر زړښت سره مخ شئ، اندېښنه مه کوئ!
دویم: زېږون
هغه ښځینه چې ماشوم زېږوي ژر زړېږي. څېړنو ښودلي دي چې هر ځل زېږون ښځه د ۱۱ کلونو په اندازه ژر زړوي. هغه ښځينه چې هېڅکله نه دي اومېندوارې شوې ژر نه زړېږي ځکه چې اومېندواري او زېږون پر مېرمنو ډېر فشار راوړي او فشار په خپله د ژر زړښت لامل کېږي.
درېيم: نارينه د ښځينه وو په پرتله ډبل پوستکی لري
د څېړونکو د وينا پر بنسټ، د نارينه وو پوستکی د ښځينه وو د پوستکي په پرتله ۲۵ سلنه ډبل دی. دغه کچه په نارينه وو کې توپیر کوي خو په ټوله کې د نارينه وو پوستکی د ښځينه وو د پوستکي په پرتله ډبل دی. له همدې امله کله چې د ښځينه وو سن لوړېږي د هغوی په پوستکي کې ګونځې ډېرېږي. همدا لامل دی د عمر په تېرېدو ښځينه د نارينه وو په پرتله زړې ښکاري. که څه هم چې د نارينه وو د پوستکي ګونځې د ښځينه وو په پرتله څو برابره ډېرې او ژورې وي خو دا چې د نارينه وو پوستکی ډبل دی د هغوی په پوستکي کې ګونځې هغومره نه ښکاري.
څلورم: په ښځینه او نارينه وو کې د ټسټوسټرون کچه توپیر کوي
د نارينه وو په پوستکی کې د ښځينه وو د پوستکي په پرتله ډېر ټسټوسټرون شتون لري، خو د ښځينه وو په پوستکي کې د ټسټوسټرون دنده اسټروژن پر غاړه لري. ټسټوسټرون پوستکي ځوان ساتي له همدې امله د نارينه وو پوستکی تر ډېره ځوان وي خو د ښځينه وو پوستکی د ټسټوسټرون د لږې کچې د شتون له امله زر زړېږي.
په پای کې باید یادونه وکړو چې ژر زړښت له خوړو او سپورټ سره هم په مستقیمه بڼه تړاو لري، هغه کسان چې ډېری اوبه څښي، مېوې او سابه خوري او ترڅنګ یې ورزش کوي په اسانۍ سره نه زړېږي.