د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ډاډ ورکړی دی چې امریکا به د سولې پروسه کې د افغانستان له خلکو سره وي او دغه راز به د افغان ځواکونو ملاتړ هم کوي.
نوموړي له واشنګټن څخه تر راستنېدو وروسته نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې سوله د افغانانو غوښتنه ده، خو که ورباندې تپل شوې جګړه دوام ومومي نو دوی بیا د ځان له دفاع پرته بله چاره نه لري.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې جګړه د حل لار نه ده او که چېرته طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو فکر کوي نو غلطه محاسبه یې کړې ده.
عبدالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د سولې لپاره هڅې روانې دي او دی هیله من دی چې دا هڅې مثبته پایله ورکړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د ولسمشر لومړی مرستیال ویلي امریکا ته د حکومتي پلاوي وروستی سفر له لاس ته راوړنو ډک و.
امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې امریکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده او بایډن ټینګار کړی چې دی د افغانانو د ملګري په توګه په سپينه ماڼۍ کې شته دی.
امرالله صالح وایي چې د افغانستان د دوستانو له ډلې سره یې د دروازو تر شا اوږدې خبرې لرلې دي او دوی ټینګار کړی دی چې د امریکايي حکومت په بېلو برخو کې به د افغانستان لپاره د مرستو او ملاتړ د جذب په برخه کې کار کوي.
صالح وايي چې دوی خپل سفر په موخو کې بریالي وو او په وینا یې د اړیکو په نوي فصل کې د امریکا او افغانستان ترمنځ لا ډېرې همکارۍ ته هیلې شته دي.
تر دې وړاندې ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې ویلي وو چې سفر یې بریالی و.