ژباړه: شبانه پوپلزۍ
د اکسفورد پوهنتون څېړونکو په دې اړه، چې په کرونا ویروس اخته کسان ولې د شامې حس لا لاسه ورکوي، دا ډول نظر وړاندې کوي.
د اکسفورد پوهنتون څېړونکو د خپلو څېړونو په پایله کې دا موندلې، چې په کرونا ناورغۍ کې د شامې حس د له منځه تلو لامل د مغز د خاکستري مادې تخریب ګڼل کېږي.
د ځینې راپورونو له مخې ویل کېږي، چې څېړونکو د ۲۰۲۰ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۱ تر جونه پورې د ۳۹۴ نفرو د مغز د MRI معاینات وکړه، چې په کرونا ویروس اخته وه. وروسته له تجزې او کنترول څخه یې د هغوی د معایناتو پایله د هغو ۳۸۸ کسانو د معایناتو له پایلو سره پرتله کړه، چې پر کرونا نه وو اخته شوي. په دې پرتلنه کې ځینې لاملونو لکه: جنسیت، عمر، ملیت، د بدن حرارت او د وینې فشار په پام کې ونیول شوه.
وروسته له دې څېړنې څېړونکي دې پایلې ته ورسېده، چې د مغز د لیمبیک برخه کې خاکستري ماده د شامې یا بویولو له حس سره مستقیمه اړیکه لري.
له دې وروسته متخصصانو د لا غوره معلوماتو د موندنې له پاره په روغتون کې د بستر ناروغانو پایلې د هغو ناروغانو له پایلو سره پرتله کړې، چې روغتون ته نه وو تلي، چې د دې پرتلنې او څېړنې په پایله کې یې هم د پام وړ توپیر تر سترګو نه شو. سربېره پر دې هغه کسان چې په روغتون کې وو، د سینګولات په برخه، د امیګدالا د هستې په مرکزي برخه او د هیبوکامپ د شاه او خوا برخو کې یې د مغز په خاکستري ماده کې کموالی راغلی وه. چې د مغز دا برخې له احساساتو او حافظې سره هم اړیکه لري.
له دې وروسته څېړونکي دا وړاندیز کوي، چې هغه کسان چې پر کرونا ویروس نه دي اخته شوي او معاینات يې نه وي کړي، په وخت سره دې د معایناتو په برخه کې بې پروایي نه کوي، ځکه د دې ویروس خفیف شکل هم د مغز د تخریب لامل کېدای شي.