د نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو لارې چارې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ډېری میندې په ځانګړي ډول‌ هغه میندې چې د لومړي ځل لپاره مور کېږي په دې نه پوهېږي چې نوی زېږېدل شوی ماشوم څنګه او څه وخت و وينځي. لکه څنګه چې تر زېږون وروسته یو ماشوم خوړو او ساتنې ته اړتيا لرې ترڅنګ یې وينځلو ته هم اړتیا لري ځکه چې د ماشوم د روغتيا د ساتنې لپاره تر ټولو اړين ټکی د ماشوم پاکوالی دی.

د يوه نوي زېږېدل شوي ماشوم د وینځلو کړنلاره د نورو ماشومانو وینځلو سره توپیر کوي او مور يا بل هر هغه څوک چې ماشوم وینځي باید د یوه نوي زېږېدل شوي ماشوم د اينځلو په لارو چارو باندې په پوره توګه پوه شي تر څو د ماشوم د وينځلو پر مهال هغه ته زیان ونه رسېږي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د نوي زېږېدل شوي ماشوم د وينځلو د لارو چارو په اړه معلومات درکړو ترڅنګ یې د لیکنې په بېلابېلو برخو کې مو په دې خبروو چې يو ماشوم تر زېږون وروسته څه وخت باید و وينځل شي. که غواړئ په دې اړه پوره معلومات ترلاسه کړئ نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ!

پام مو وي چې هېڅکله په لومړۍ اونۍ کې ماشوم ونه وينځئ ځکه چې دا کار ستاسو د ماشوم روغتیا ته زیان رسولای شي. کله چې ماشوم پیدا کېږي په روغتون کې یې ډاکټران وينځي، خو کله چې تاسو ماشوم کور ته راوړئ خپل ماشوم د نرم ټوکر په واسطه و وينځئ. پام مو وي چې ماشوم مو په هېڅ ډول په اوبو ونه وينځئ.

کېدای شي چې له تاسو سره دا پوښتنه پيدا شوې وي چې د نرم ټوکر په واسطه څنګه خپل ماشوم و وينځئ؟ د نرم ټوکر په واسطه د نوي زېږېدل شوي ماشوم د وينځلو لپاره لومړی یو نرم ټوکر چې پاک وي او پټ ونه لري پيدا کړئ او بیا یې لږ نمجن کړئ، بیا ورو ورو د خپل ماشوم بدن پرې وموښئ، تر څو پاک شي.

که ماشوم مو ډېر خیرن وي کولای شئ چې په همدغه ټوکر د صابون اوبه واچوئ او ماشوم پرې و وينځئ او بیا یې په يوه بل نمجن ټوکر پاک کړئ، خو هېڅکله نه باید په مستقیمه بڼه د نوي زېږېدل شوي ماشوم پر بدن صابون وموښئ ان که صابون د ماشومانو ځانګړی صابون هم وي. ځکه چې کېدای شي د ماشوم بدن ورسره حساسیت وکړي.

تاسو باید تر هغه وخته خپل ماشوم د ټوکر په واسطه و وينځئ تر څو چې د ماشوم نو (ناف) وولېږي. کله چې د ماشوم نو وولېد بیا نو هغه وخت چې د ماشوم له زېږون نه دوې اونۍ تېرې شوې وي تاسو کولای شئ چې ماشوم په تودو اوبو او د ماشومانو پر صابون او شامپو و اينځئ.

په پای کې د دې یادول اړين دي چې د نوي زېږېدل شوي ماشوم د جامو ټاکلو کې هم باید ډېره پاملرنه وکړئ او ماشوم ته نرمې او ازادې جامې وټاکئ، ځکه چې د ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې د ماشوم د بدن پوستکی ډېر حساس وي او کېدای شي چې له تنګو جامو سره حساسیت وکړي.