پرون ماخستن پېښور زلمي او کراچي کینګز لوبډلې په لومړنۍ ایلیمنېټر لوبه کې سره ولوبېدې، چې پېښور زلمي لوبډلې په پنځو ویکټو کراچي کینګز لوبډلې ته ماته ورکړه.
یاده لوبه کې لومړی کراچي کینګز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۵ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکی.
کله چې پېښور زلمي لوبډله میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹،۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې دویمي ایلیمنېټر لوبې ته لاره پیداکړه، چې نن ماښام ۸:۳۰ بجې به پایلوبې ته د وتلو په موخه له اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې سره ولوبیږي.
په پرونۍ لوبه کې افغان لوبغاړي حضرتالله ځاځي په ۳۸ توپونو ۷۷ منډې وکړې، چې پکې ۱۰ څلوریزې او ۵ بیا شپږیزې شاملې وې.
ځاځي په یادي زبردستي توپوهنې سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله او تر هغه وروسته د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
For his ballistic match winning performance, Hazratullah Zazai earns the award of the man of the match ⚡@HaierPakistan#Zalmi #YellowStorm #HBLPSL6 #ZKingdom #PZvsKK #Haier pic.twitter.com/82E7hUbfwP
— PeshawarZalmi (@PeshawarZalmi) June 21, 2021
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes