افغانستان کې د بل نړیوال ډګر پرانیسته؛ نن یوه پرواز کې ۸۰ تنه افغانان له اماراتو، خوست کې ښکته شول

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

په لومړي ځل خوست هوايي ډګر ته د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه نړیوال پرواز تر سره چې د خوستوالو لخوا یې تود هرکلی وشو.

له خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ولایت والي د لومړنۍ الوتنې کارکونکو ته ډالۍ ورکړې او مسافرینو ته یې د ګلونو په ډالۍ کولو سره ښه راغلاست ووایه.

د سرچینې په خبره، دا مراسم چې په اتڼونو او خوښیو سره ونمانځل شول، په کې د خوست امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، ولایتي شورا رئیس، د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال، قومي مشرانو، ځوانانو، علماکرامو او د بېلابېلو ادارو مسولینو ګډون کړی و.

سرچینې د خوست د والي مهمند کټوازي له قوله لیکلي: ” د خوښۍ ځای دی، چې نن ورځ په لومړي ځل زموږ ګران خوستوال له دوبۍ څخه په مستقیمه توګه خوست هوايي ډګر ته الوتنه لري او دا هوايي ډګر د نړیوالو پروازونو په درشل کې دی.”

په خپرو شوو مالوماتو کې راغلي، راغلو مسافرو خوښي وښوده او ویې ویل نن له کالونو وروسته په خپل ولایت کې راښکته کیږي، چې دا د هېواد او بیا د خوست لپاره لوی پرمختګ دی.

په خوست هوایي ډګر کې د اریانا افغان هوایي شرکت د الوتکې دا لومړنۍ بریالۍ ناسته په کور دننه او بهر هم د ګڼ شمېر افغانانو له هرکلي سره مخ شوې ده.

دوی په ټولنیزو رسینو کې د یادې چارې په خوښۍ کې د هوایي ډګر، راغلو مسافرو او د هغو مراسمو عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې هلته په همدې موخه جوړ شوي وو.

د یادونې ده چې دې الوتکې ۸۰ کسه مسافر لېږدول.

دا لومړی ځل دی چې له متحده عربي اماراتو څخه د خوست هوايي ډګر ته نړیوال پرواز ترسره کېږي.

دغه هوايي ډګر تازه د افغان حکومت په لګښت جوړ شوی او ټاکل شوې چې د لا پراختیا لپاره یې کار وشي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي