د هند کرکټ ملې لوبډلې اوسنی لوبډلمشر ویراټ کوهلي، د هند ملې لوبډلې تر نورو لوبډلمشرانو د ټیست سیالیو په رهبرۍ کې مخکې شو.
د نیوزیلینډ او هند ترمنځ د ټیسټ سیالیو اتلولۍ جام روانه پایلوبه د ویراټ کوهلي ۶۱مه لوبه وه، چې پکې لوبډلمشر دی او د هند تر بل لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني څخه مخکې شو.
هند لوبډلې د ویراټ کوهلي په لوبډلمشرۍ کې د یادو ۶۱ لوبو په ترڅ کې ۳۶ ګټلې، ۱۴ بایللې، خو ۱۱ بیا مساوي پای ته رسېدلې، چي په ګټلو لوبو کې هم ویراټ کوهلي تر نورو مخکې دی.
په ټیسټ سیالیو کې د هند لوبډلمشران
۱ـ ویراټ کوهلي؛ ۲۰۱۴ ـ ۲۰۲۱، ۶۱ لوبې، ۳۶ ګټلې، خو ۱۴ بایللې، ۱۰ مساوي.
۲ـ مهندرا سینګ ډوهني؛ ۲۰۰۸ ـ ۲۰۱۴، ۶۰ لوبې، ۲۷ ګټلې، خو ۱۸ بایللې، ۱۵ مساوي.
۳ـ سوراب کنګولي؛ ۲۰۰۰ـ۲۰۰۵، ۴۹ لوبې، ۲۱ ګټلې، خو ۱۳ بایللې، ۱۵ مساوي.
۴ـ اظهرالدین؛ ۱۹۹۰ـ۱۹۹۹، ۴۷ لوبې، ۱۴ ګټلې، خو ۱۴ بایللې، ۱۹ مساوي.
۵ـ ګاواسکار؛ ۱۹۷۶ـ۱۹۸۵، ۴۷ لوبې، ۹ ګټلې، خو ۸ بایللې، ۳۰ مساوي.
۶ـ نواب؛ ۱۹۶۲ـ۱۹۷۵، ۴۰ لوبې، ۹ ګټلې، خو ۱۹ بایللې، ۱۲ مساوي.
۷ـ کپیل ډیو؛ ۱۹۸۳ـ۱۹۸۷، ۳۴ لوبې، ۴ ګټلې، خو ۷ بایللې، ۲۲ مساوي،
۸ـ راهول ډراویډ؛ ۲۰۰۳ـ۲۰۰۷، ۲۵ لوبې، ۸ ګټلې، خو ۶ بایللې، ۱۱ مساوي.
۹ـ سچن ټنډولکر؛ ۱۹۹۶ـ۲۰۰۰، ۲۵ لوبې، ۴ ګټلې، خو ۹ بایللې، ۱۲ مساوي.
۱۰ـ بي ایس بيډي؛ ۱۹۷۶ـ۱۹۷۸، ۲۲ لوبې، ۶ ګټلې، خو ۱۱ بایللې، ۵ مساوي.