د روغتیا نړیوال سازمان په واسطه د کرونا څلور ډولونه پېژندل شوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د روسیې د عفوني ناروغیو نظارت کونکی سازمان ریس انا پوپوا ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې دمه د کرونا ویروس څلور ډوله موندلي، چې بریتانیایي ویروس، افریقایي جنوبي ویروس، برزیلي ویروس او هندي ویروسونه دي. اوسمهال په نړۍ کې پر دې ویروس ډېر کسان اخته شوي او دا ویروس د تیتېدو په حالت کې دی.
د هغه په وینا تر دې مهاله د روغتیا نړیوال سازمان څلور ډوله مهم ویروسونه پېژندلي، چې الفا بریتانیایي ویروس، بیتا د جنوبي افریقا ویروس، ګاما د د بریزل ویروس او دلتا د هندي ویروس په نومونو نومول شوي.
هغه زیاته کړه چې دې ویروس تر دې مهاله په ۶۴ هیوادونو کې پراختیا موندلې، چې نن ورځ یې په روسیه کې هم د اخته شوو کسانو د پیل نښې لیدل کېږي.
هېره دې نه وي، چې د کووید نولس ناروغي د لومړي ځل له پاره په ( ۲۰۱۹) ام ز کال کې د چین د ووهان په ښار کې تر سترګو شو، چې په لنډه موده کې ټولې نړې ته ولېږدول شوه، چې د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې میاشتې په یوولسمه نېټه اعلان وکړ، چې د کوویډ نولسمه ناروِغي په نړۍ کې په وبا بدله شوې.