په معمولي ډول نارينه د کورنۍ مشر او يا په عامه اصطلاح د کورنۍ ريس وي او په ټوله کورنۍ باندې ځانګړی سیاست لري، که یو سړی څومره هم ورين تندی او نیک اخلاق ولري بیا هم کورنۍ یې ورنه يوه ځانګړې وېره لري چې په اصل کې دا ويره نه بلکې د کور د مشر په توګه هغه ته احترام دی.
خو په ټوله کورنۍ کې نارينه وو ته يواځينی کس چې ډېر نږدې وي او هر ډول ټوکه او خبره ورته کولای شي هغه یې مېرمن وي. مېرمن له کوم سرحد نه پرته په پوره توګه د خپل زړه خبره خپل خاوند ته کولای شي، مېرمن حق لري چې د خپل خاوند په ټولو ورځنیو کړنو پوه شي او د خپل خاوند نه د هغه د بوختیاوو او ورځنیو کړنو (چېرته وې؟ څه دې وکړل؟) په اړه پوښتنې وکړي.
خو کله کله په دې برخه کې مېرمنې زياتی کوي چې د خاوند د کرکې لامل کېږي. په نننۍ لیکنه کې غواړو په دې اړه تاسو ته بشپړ معلومات درکړو، ملتیا مو مه هېروئ!
لومړی: د خپل مېړه بد يادول
هېڅ مېړه نه غواړي چې مېرمن یې په يوې غونډه کې د هغه بد ياد کړي په ځانګړي ډول په هغې غونډه کې چې د هغه کورنۍ، خسرګنۍ، ملګري او يا هغه ته نږدې کسان پکې شتون ولري.
ځينې میرمنې داسې عادت لري چې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره د خپل خاوند بد يادوي، هغوی فکر کوي چې د دغې کړنې د ترسره کولو سره به یې خاوند خپلو عیبونو او تېروتنو ته متوجه شي او خپلې تېروتنې او عیبونه به اصلاح کړي. خلاصه دا چې مېرمنې په دې کار کې خپله ګټه ويني او داسې احساس کوي چې دا کړنه به یې ګټوره تمامه شي، خو داسې نه ده.
کله چې تاسو د نورو پر وړاندې د خپل مېړه بد يادوئ هغوی دا احساس کوي چې تاسو ناپوهه يئ او هغه له يوې ناپوهې مېرمنې سره ژوند کوي. په دې کار سره تاسو د خپل خاوند باور له لاسه ورکوئ او هغه به ټول عمر نور پر تاسو باور ونه کړي. نارينه د خپلې مېرمنې له دغې کړنې نه کرکه لري او د وخت په تېرېدو کېدای شي له خپلې مېرمنې نه هم کرکه پیدا کړي.
نو که غواړئ چې د خپل خاوند مینه او باور ترلاسه کړئ، د نورو پر وړاندې تل د هغه ستاینه کوئ او که په شخصي ژوند کې کومه ستونزه لرئ، هغه له خپل خاوند سره حل کړئ. هغه مېرمنې چې د نورو پر وړاندې د خپل خاوند ستاینه کوي، خاوند یې تل له هغې نه منندويه وي او هڅه کوي چې د مېرمنې له خوا یې شوې ټولې ستاینې په حقیقت بدلې کړي.
دويم: د خپل مېړه څارنه
ډېری مېرمنې غواړي چې د خپل خاوند نه ۲۴ ساعته څارنه وکړي او هغه تر نظر لاندې ولري، له همدې امله په کور او له کور نه بهر په کاري ساحې کې له خپل خاوند نه شېبه په شېبه احوال اخلي، هغه ته زنګ وهي، بې ارزښته مسجونه ورته کوي او د هغه د هر وړې او لویې کړنې پوښتنې ورنه کوي، مېرمنې غواړي چې په خپلو دغو کړنو سره خپل خاوند ته خپله مینه څرګنده کړي او هغوی ته د هېڅ ډول خلاف کار د ترسره کولو اجازه ورنه کړي، خو داسې نه ده.
نارينه د خپلې مېرمنې له دې کړنې نه کرکه لري چې هغه هر لس دقیقې وروسته ورته زنګ وهي او د هغه د ځای او کړنو په اړه ورنه پوښتنې کوي. کله مو چې خاوند له کوره بهر د کار کولو لپاره وځي هغه کار کوي او بوخت وي، هغه نه شي کولای چې په دوامداره توګه له تاسو سره پر مبایل وغږېږي او یا مو هر ډول بې معنا مسجونو ته ځواب درکړي، په دې کړنو سره مو خاوند داسې حس کوي چې تاسو پرې باور نه لرئ له همدې امله د ناامنۍ احساس هم کوي.
وړاندې تر دې چې د هرې وړې خبرې لپاره خپل خاوند ته زنګ ووهئ، يو ځل فکر وکړئ چې ستاسو کار په رښتيا هم اړين دی او د خاوند د خبرولو ارزښت لري؟
د دې ترڅنګ کله چې هغه په خپل کار کې بوخت وي او تاسو ورته په پر له پسې توګه مسج کوئ او يا زنګ وهئ د هغه ذهن په بې ارزښته فکرونو بوختوئ چې دا کړنه مو په کاري ساحې کې د هغه د شاتوالي لامل کېږي چې یو خاوند هېڅکله دا نه غواړي او د خپل شاتوالي لامل تاسو بولي.
ډېری نارينه خپل کار ته ډېر ارزښت ورکوي او نه غواړي چې د کار کولو پر مهال څوک ورته مزاحمت وکړي که تاسو ورته په پرله پسې توګه زنګ ووهئ او مسجونه وکړئ، کېدای شي په لومړيو کې کوم عکس العمل ښکاره نه کړي خو د وخت په تېریدو سره کېدای شي له تاسو سره په دې خبره ډېر جدي بحث وکړي چې دا ستاسو ترمنځ د خپګان لامل کېږي او يا ستاسو مسجونو او زنګونو ته ځواب در نه کړي چې دا هم ستاسو د خپګان لامل کېدای شي.
لکه څنګه چې تاسو نه غواړئ خاوند مو ستاسو د هرې وړې او بې معنا کړنې په اړه پوه شي، خاوند مو هم نه غواړي چې تاسو هغه وڅارئ او دې ته یې اړ کړئ چې خپل ژوند هره بې معنا او وړه کړنه تاسو ته ووايي.
خپل خاوند ته وخت ورکړئ، چې د يو څه مودې لپاره له تاسو نه لرې و اوسي، ستاسو په اړه فکر وکړي او تاسو پسې خپه شي.