د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپاچونکي نوینالحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپرکینګز لوبډلې اوسني لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږي.
نوینالحق، چې اوس د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې لوبیږي، هغه هیواد کي یې د یوې ورزشي رسنۍ سره مرکه کړې، چي کریک اډیکټور یې په دې تړاو څرګندونې راخیستې.
نوینالحق د پورته څرګندونو ترڅنګ ویلې، که چیري آی پي ایل کې د مهندرا سینګ ډوهني تر رهبرۍ لاندي نه وي، نو پنځوس سلنه په یاد لیګ کې د لوبېدو لپاره علاقه لري، خو د ډوهني تر لوبډلمشرۍ لاندي سل سلنه علاقه لري.
https://www.facebook.com/CricAddictors/photos/a.222917607869061/2016162165211254/?__cft__[0]=AZWVOE2Yfgj2BXZ0-tdjaCsNH9ZhkLJbHjvkHhSKnfSoINfnlk2GmiQifp6pvCNlXJg4O7AahTfvzlOxZXF2QDgFGxWLFxJeLgolHvNFcRQ0xe_j8oB10Bgka_lG0EP0QB2g2_7L2AEZ-PLSAVO6sGbt&__tn__=EH-R
دا لومړی ځل نه دی، چې یو افغان لوبغاړی دا څرګندونې کوي؛ ولي تر دې مخکې د افغان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپاچونکي راشدخان ارمان هم له رسنیو سره په خبرو کي د مهندرا سینګ ډوهني د لوبډلمشرۍ او مدیرت ستاینه یې کړې وه او ویلې یې وه، خوښ به شي، چې د ډوهني تر لوبډلمشرۍ لاندي ولوبیږي او د هغه څخه ډېر څه زده کړي.
ددې ترڅنګ د ډوهني د لوبډلمشرۍ زیاتو پخوانیو او اوسنیو کرکیټرانو ستاینه کړې او هغه د کرکټ په نړۍ کې یو بریالی لوبډلمشر یادوي، چي د بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ خپله د هند ځوان لوبغاړي ورڅخه زیات متاثره دي.